کور / تازه خبرونه / دافغان حکومت اوطالب استازي دپاریس په غونډه کي ګډون کوی

دافغان حکومت اوطالب استازي دپاریس په غونډه کي ګډون کوی

دافغانې اوغربی رسنیودخبر له مخي دفرانسې دستراتیژيکوڅیړونومرکز په مرسته په پاریس کې دطالب وسلوالواوافغان حکومت داستازو په ګډون سبایوه غونډه جوړوی ، ددې مرکز مشر کامیل ګرانډځینو لودیځو رسنیو ته ویلي چې په انفرادي توګه دې غونډې ته شل تنه استازی را غوښتل شوي دي،او دوی به له چارشنبې څخه دجمعې ترمنځ دتړلو دروازو تر شاازادانه بحثونه وکړي .
وسلوالو طالبانو تاییدکړې ده چې دوه تنه استازې یې په دې غونډه کې برخه اخلي . خو دطالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ویل شوي چې د دوی استازي یوازې د غونډې برخوالو ته وینا کوي او دطالبانو نظر وړاندې کوي اوله هیڅ کوم لورې سره سیاسي خبرې اترې نه کوي .
ویل کیږي چې شهاب الدین دلاوراو محمد نعیم به په دی غونډه کې دطالبانو استازیتوب کوي .
بل لوري افغان حکومت هم دایوه غیرې رسمي غونډه بللې ده ، اودسولي عالي شورا ویلي چې پخواني طالب چارواکي عبدالحکیم مجاهداوحاجي دین محمد په ګډون درې تنه استازې یې دې غونډه کې ددې شورانظر وړاندې کوي .
د پخوانۍ شمالي ټلوالې یو شمیر چارواکې محمد محقق ،داکترعبدالله عبدالله او ضیا مسعود هم دې غونډې ته وربلل شوي دي .
که څه هم ټول لورې دا یو څیړه نیز کانفرانس بولي چې هر لوری به د افغانستان د حالاتو په اړه خپل نظر وړاندې کوي ، خو څارونکي وايي چې د شلوکسانو په ګډون درې ورځنۍ غونډه کې ممکنه ده چې تر ویناوو پرته د افغانستان د راتلونکې په اړه دګډونوالوترمنځ تاوده بحثونه هم وشي .
د فرانسې د بهرنیو چارود وزیر له قوله هم رسنیوته ویلي چې په دې غونډه کې به بحثونه وي خودخبرواترو دتړون په هکله پریکړی به نه دي .
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورنټ فیبویس ویلي دي چې ولسمشر کرزي ددې غونډې د جوړیدو په برخه کې شین څراغ ورکړی دی .
دیادولووړه چي ورته غوڼده څومیاشتي مخکي په جاپان کي هم جوړه شوی وه ،اودطالبانواستازو هم پکي ګډون کړی وو ، ولي دسولي په هکله یی ځانګړې عملي پایلي نه درلودي.