کور / تازه خبرونه / دډیوی نیازی په قضیه کي ښکیل قاضي ظهرالدین ته نوی دنده وسپارل سوه

دډیوی نیازی په قضیه کي ښکیل قاضي ظهرالدین ته نوی دنده وسپارل سوه

دیوي افغانې رسنې باوري سرچيني ويلي دی، چې دډیوی په قضیه کي ښکیل قاضي ظهورالدين اوس دستری محکمي لخواه دعامه امنيت دديوان غړى ټاکل شوى دى.
دقاضي ظهورالدين نوم تېره اوونۍ دافغانې رسنیو پرمخ هغه وخت راښکاره شو، چي د بي بي سي رادیو په يوۀ څېړنيز رپوټ کې دهغه خبری واورېدل شوی اود ډیوی په مرسته په پټه يې خبرې ثبت شوې وی، نوموړۍ له يوې شل کلنې نجلۍ ډیوی نامي څخه غوښتل چې که دبډو پيسې نه لري نو وادۀ دي ورسره وکړي چې په محکمه کې يې قضيه بريالۍ پاى ته ورسېږي.
شل کلنې ډيوې له خپل میړه نه په محکمه کې دطلاق غوښتنه کړی وه.
دغه رپوټ تېره اوونۍ په ډیروافغانیورسنیوکي په ږغیږ ه بڼه خپورشواودولسمشرۍ وياندايمل فيضي هم ويلي و،چې ولسمشر حامدکرزي ددغې پېښې دجدي پلټنې غوښتنه کړې ده.
دفساد ضدافغان ادارې مشر هم ويلي و ،چې له سترې محکمې سره به په گډه ددغې قضيې پلټنه کوي.ولې تراوسه پورې درسنیو له لاری ددي قضیي دڅیړنواوپلټنودپیل اوپریکړو پایلي نه دی خپری شوی.
بله خواه دافغانستان په عدلي نظام کې يوې باوري سرچينې ويلي دي ،چې قاضي ظهورالدين له هغې پېښې سره په تړاوکومه ستونځه نلری .هغه نه نيول شوى اونه هم له کاره گوښه شوى دى.
دسرچينې په وينا هغه اوس په ننگرهارکې دعامه امنيت دديوان دغړي په توگه کار پر مخ بيايي.
قاضي ظهورالدين پخوادسوداگرۍ دديوان مشر و،اواوس ددغه ديوان رياست ته يو بل کس سرپرست مشر ټاکل شوى دی.
داسي ښکاری چي دشل کلنې ډیوی دثبت شووخبروکسټ ته چي دقاضي ظهرالدین ټولي خبری په ژوندې بڼه ثبت شوی وی هیچاه ورته غوږ ونه نیوی اوقاضي ظهرالدین دمجازاتو پرځای مکافات تر لاسه کړل.