کور / تازه خبرونه / هلمند : دولتي ادارې په کجکي کي فعاله کېږي

هلمند : دولتي ادارې په کجکي کي فعاله کېږي

د هلمند امنيتي چارواکي پلان لري چي په کجکي اولسوالۍ کي دولتي ادارې فعاله کړي چارواکي وايي چي په دې موخه نن ورځ د هلمند والي الحاج محمد نعيم چې امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام اوځينونورامنيتي مسؤلينويې هم ملتيا كوله دې ولسوالى ته تللي او هلته ئې د يادي اولسوالۍ له پاره اولسوال وټاکه او هغه نوې ودانۍ چي د امنيې قوماندانى له پاره په دې وروستيوكې د امريكايي ځواكونولخوا د يومليون اودرى سوه زره امريكايي ډالروپه لگښت جوړه شوې د پټى په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ددې سفرپرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې په دې ولسوالى كې به ښه حكومتوالي پيل شي چې په ترڅ كې به يې اړونده دولتي ادارې فعاله اوترڅنگ به يې روغتيايي،پوهنې،كرنيزواونوروخدمتونووړاندې كولوته لاره هواره شي.
هغه وويل چې پلان لري ددې ولسوالى په نا امنوسيموكې چاڼيزعمليات ترسره اوددې ترڅنگ به ټولنيزه شورا هم جوړه كړي ترڅوددې ولسوالى خلكوته د ښه ژوند زمينه برابره شي.
نوموړي د كجكي د بريښنا د توليد له فابريكې څخه يې هم ليدنه وكړه اود دريم توربين لپاره ټول وسايل راوړل شوي چې په نږدې راتلونكي كې به پرې عملا كارپيل شي.
كجكي د لښكرگاه شمال لوري ته په شاوخوا ۱۲۰ كيلومترى كې پرته ولسوالي ده چې له ځانگړي اقتصادي اوټولنيزاهميت څخه برخمنه ده.