کور / تازه خبرونه / كندهار: د كانكور ازموينه واخيستل سوه

كندهار: د كانكور ازموينه واخيستل سوه

د سويلي حوزي په كچه د څه كم دريو زرو تنو څخه لوړو زده كړو ته د تګ په موخه د كانكور ازموينه واخستل سوه چارواكي وايي په دي كسانو كي تر دريو سوو زياتي انجوني هم سته .
دا شمېر د تېرو كلنو په پرتله څو برابره دى .
د كانكور ازموينه چې د حوزي په هر ولايت كي په جلا جلا توګه واخستل سوه د كندهار څخه ۱۸۵۰ تنو ګډون پكښي كړى وو .
د كندهار پوهنتون رئيس ډاكټر حضرت مير توتاخېل وويل سږنۍ ازموينه خورا جدي ده او هيڅ چا ته به اجازه ورنه كړل سي چې درغلي وكړي .
هغه وويل چې كندهار پوهنتون د پخوا په پرتله زيات پرمختګ كړى دى او پوهنځي يي د څلورو څخه نهو ته لوړي سوي دي .
د كندهار د پوهني رئيس شيراقا صافي خبريالانو ته وويل چې د ولس مشر د لارښووني سره سم د ټول ولايت په سطحه د اول څخه تر پنځم نمره كسان بيله ازمويني وركولو څخه هم د هيواد او نورو هيوادونو په پوهنتونو كي زده كړي كولاى سي ، په وينا يې چې دا ډول كسان يي د لوړو زده كړو وزارت ته ور پيژندلي دي .
كندهار د هيواد د نورو سيمو په پرتله د دوولسمو ټولګيو څخه زيات كم فارغين لري او خلك د كانكور د نتايجو د معلوميدو پر مهال مركزي اداري په درغليو تورنوي خو هغوى هر وخت دا تورونه رد كړي دي .
دا چي سږكال به د نتايجو د معلومېدو پر مهال د لوړو زده كړو پر وزارت د بي باوري كچه څومره وي ، وخت يې د ځواب په لټه كي دى .