کور / تازه خبرونه / د افغانستان او پاكستان دوه ورځنې كنفرنس پېل شو

د افغانستان او پاكستان دوه ورځنې كنفرنس پېل شو

اسلام آباد ۔ داى پي پي خبري اژانس د خبر له مخې په اسلام آباد كې د افغانستان او پاكستان كار پوهانو ترمينځه سيمه ايز امن ته ٬وګړيزو خبرو اترو پياوړتيا٬ تر سرليک لاندې دوه ورځنې كنفرنس پېل شو۔ كنفرنس كې د دواړو هېوادونو پروفېسرانو ٬ خبريالانو٬شاعرانو٬ او د پارلمان غړو سره د ژوند د نورو طبقو سره تعلق لرونكو كسانو په ګڼ شمېر ګډون وكړو۔ دا كنفرنس د پاكستان مېډيوټېك په مرسته دابلل شوې ۔ د كنفرنس پېل پروفېسر ډاكټر شاه جهان د ګډون كوؤنو هركلي كولو څخه وكړو۔ او دې څخه وروستو د پاكستان د ميډو ټاك سلاكار محمد شفيق ٬ اېم ډي حميد الله ځاځي د غونډې په ليک او مقاصدو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔له دې وروسته د كوھاټ پوهنتون رئيس ډاكټر ناصر جمال ٬ د افغانستان د سفارت کلتوري اتشې زردشت شمس د مشرانو په حېث غونډې ته ويناوې وکړې ۔ ډاكټر ناصر جمال په عارضي بنيادونو د ګامونو پورته كولو نه په ډډه كولو او د دواړو هېوادونو ترمينځھ د ټېكسټ بك په كردار او ميډيا زور راوړو۔ ده ووئيل چې دا وخت مشرانو له څه كول پكار دي۔ ځكه چې خلك وائي په پوهانو د ناپوهو حق وي۔ ده ووئيل ميډيا كوم داسې اتل خپل پروګرامونو له نه دې رابللى چې خلق ووائي ارمان چې زه هم د ده غوندې وې۔ ده ووئيل دواړه نسلونو له د خپل ځائي كلتور او جامې ترمخه اتلان پېدا كول پكار دي۔ پروفېسر ډاكټر راج ولي شاه خټك د دواړو هېوادونو ترمينځه د ژبې او كلتور د لارې په مسائلو قابو موندلو ذكر وكړو۔ ده ووئيل د افغانستان قطبي سيمې د نزدې هېوادونو سره ښې اړيكې لري او چې سوب ئې د ژبې يو والى دى۔ غونډې ته صائمه جسيم په يو بل د تورونو لګولو نه د ډډې كولو خبره وكړه۔ مسرت كليم د دواړو هېوادونو د كارپوهو ترمينځه د غونډې دوامداره ساتلو سره سره د دې په وړاندېزونو د عمل كولو په حاجت زور راوړو۔ دې دا هم ووئيل چې غېر ملكيان په نورو كارونو كې بشپړه برخه اخلي خو زمونږ روغتونونو ٬سكولونو او پوهنتونونو ته پام نه كوي۔ دې ووئيل هغوي يوازې ډرون بريدونو ته كار وئيلى دى په كوم چې په يو يو په لكھونو ډالره خرڅ راځي۔ دغسې اېم اېمل خټك ٬ مسرت قديم ٬ مېرمن روشن سېرن او صائمه جسيم وړومبۍ ناسته كښې د دواړو هېوادونو د اولسونو او د دولتونو ترمينځه اړيكو له وړاندېزونه وركړل۔ دويمه ناست كښې نامتو خبريال رحيم الله يوسفزے٬ د ټرائبل يونين صدر صفدر داوړ٬ د ميډياټګ ننګرهار خبريال رفيع نيازي د اړيكو ښه كولو ٬ باور راپېدا كولو او د ميډيا په لړ كښې په مرسته كولو زور راوړو۔ غونډه كښې د باجوړه څخه د قامي اسمبلۍ غړي اخونزاده چټان او ګڼو شاعرانو ډاكټر اعجاز خټګ ٬ رحمت شاه سائل او نورو ګډون كولو۔د غونډې په آخر كښې به اعلاميه هم خپره شي