کور / تازه خبرونه / د کندهار او کوټي ترمنځ به الوتني پيل سي

د کندهار او کوټي ترمنځ به الوتني پيل سي

ټاکل سوي چي دوي ورځي وروسته به د روان لمريز کال د ډيسمبر مياشتي پر ٢٥ نيټه د کندهار څخه د پاکستان کوټي ښار ته الوتني پيل سي .
په کندهار کي د پاکستان هيواد جنرل کونسل فرمان الله يوسفزي نن يكشنبه د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره د ليدني پرمهال وويل چي د اوس لپاره به دغه الوتني په اوونۍ کي دوه ځله وي خو کېداى سي په راتلونکي کي زياتي سي.
نوموړي په ننۍ ليدنه کي وويل چي د اوسني پلان سره سم به له کندهار څخه الوتني يوازي د کوټي ښار ته کيږي خو داسي نښي سته چي راتلونکي کي به د پاکستان د پلازمېني په ګډون ځينو نورو لويو ښارونو ته هم پروازونه پيل سي .
د هغه په خبره چي ددې پروازونو د پيل سره به تر يوه حده پرتې امنيتي ستونزي هم حل سي او د پولي په دواړو غاړو کي امنيتي ارګانونه به وتوانيږي چي په ښه توګه سره د تلونکو راتلونکو کسانو څار وکړي.
کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د دواړو ښارونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ پيل يو ښه خبر وباله او زياته يي کړه چي دغه ډول دوه اړخيزي چاري به د دوو همسايه هيوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي او پرمختګ لپاره اساسي اهميت لري.
هغه زياته کړه چي دغه او دي ته ورته نوري دوه اړخيزي پروژي کولاى سي د هغو کسانو چي اکثراً دکندهار او کوټي ترمنځ تګ راتګ کوي نوري اسانتياوي برابري کړي.
کندهار والي د کونسل سره په ليدنه کي وويل چي ددې پروژي ترڅنګ د بسونو د تګ راتګ پر هغه پروژه باندي هم کار سوي چي څه موده مخکي ډېزاين سوي وه او تر اوسه يي رسماً فعاليت نه ده شروع سوى.
کندهار د افغانستان په سوېل کي د پاکستان سره پر سرحد پروت ولايت دى چي د اقتصادي پياوړتيا او امنيتي بهترۍ په برخه کي يي دغه ډول ګامونه خورا مهم شمېرل کيږي.