کور / تازه خبرونه / د خاصو کوماندویی ځواکونو قوماندان ځان وواژه

د خاصو کوماندویی ځواکونو قوماندان ځان وواژه

اسوسیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی وایی چی د امریکایی خاصو کوماندویی پوځیانو د ټیم قوماندان ( جاب پرایس ) چی ۴۲ کلن و او په روزګان ولایت کی یې عملیات کول ، پرون یې د غیر جنګی فعالیتونو له امله د مړ کېدو اعلان سوی و . خو نن چی یې د هغه جسد معاینه کړ ، معلومه سوه چی هغه ځان پخپله وژلی دی او تر اوسه معلومه نه ده چی ولی یې داسی کړی وو . همدا راز ، د هغه رتبه یې هم نه ده معلومه کړې چی جګړن و که بل څه .
پنټاګن وایی چی ( پرایس ) په روزګان ولایت کی افغان پولیسو ته ټریننګ ورکاوه تر څو د طالبانو پر ضد ښه ترا وجنګیږی ، خو اجل موقع ورنکړه . پنټاګن او د خاصو کوماندویی قواوو قوماندانۍ د ده مړینه یوه لویه ضایعه وبلله .