کور / تازه خبرونه / ښځووزارت: کندوزکې ښځوپروړاندی تاوتریخوالې زیات شوي

ښځووزارت: کندوزکې ښځوپروړاندی تاوتریخوالې زیات شوي

د ښځوچارو وزارت چارواکې په کندوز ولایت کې د ښځوپر وړاندی تاوتریخوالې ډیروالې له امله اندیښنه لری.

د ښځوچارووزارت دپالیسې مرستیالې مژګان مصطفوي کندوز ولایت ته دسفرپه ترڅ کې خبریالانوته وویل دتیر کال په پرتله کندوزکې دښځوتاوتریخوالې مواردزیات شویدی مصطفوي له دینې عالمانونه غوښتنه وکړه چې پخپلوخطابوکې خلکوته دغه موضوع په اړه وضاحت وکړئ.

دکندوز ولایت د ښځوچارومسوولینومالوماتوله مخې په روان کال کې دیاد ولایت مرکزاوولسوالیوکې لږترلږه ۱۵ ښځې په مرموزشکل د بیلابیلولاملونوله مخې وژل شويدی چې دغه شمیره دتیرکال په پرتله ۶چنده زیاتوالې ښيي.

میرمن مصطفوي دغه ولایت ته د سفرپه ترڅ کې وویل سږکال د ټولوولایتونو په پرتله کندوزکې د ښځوتاوتریخوالې موارد زیات ول هغې زیاته کړه د سفرموخه يي په دغه ولایت کې دښځوحقونومدافع ټولنوله غړیوسره له نږدی لیده کاته وول ترڅووکولای شي چې دحل لازمې لارې چاری ورته ومومي.

اودرين زمينه ازعالمان دين ورسانه هاخواست تاازطريق منابرمساجد ورسانه هادربلندبردن آگاهي مردم تلاش نمايند.
همدغه راز مصطفوي زیاته کړه “په دغه اړه يي دیاد ولایت چارواکواودینې علماوو سره يي خبرې اترې کړی ترڅو وکولای شي دښځوتاوتریخوالې اندازه راکمه کړئ مژګان زیاته کړه د۱۲دینې عالمانوپرمټ يي دخشونت له منځه وړلوپه اړه کتاب تدوین کړی چې نږدی راتلوونکې کې به يي خپورکړئ. ”

همدغه راز په کندوزکې د ښځوحقونومدافعین اوفعالین وايي سږکال په دغه ولایت د ښځوپر وړاندی تاوتریخوالې کچه زیاته شوی چې لاملونه يي په کورنیوکې بیوزلې،نالوستې اودیودبل حقونوڅخه ناخبرتیا ده چې ورځ تربلې دغه ګراف پورته ځي دوه تنه میرمنې هریوه نادره ګیاه دیاد ولایت ښځوچارورئیسه اوکریمه صادقې دښځوفعاله په دی اړه واېې اصلې عوامل يي په ټولنه بیوزلې اونالوستې ده چې دیاد ولایت اودټول هیواد ښځې ورسره لاس اوګریوان دی.

د ورکړل شویو آمارو له مخې د ښځوچارو وزارت مسوولین وايي د ټول هیواد په کچه تیرکال دتاوتریخوالې موارد پنځه زره مګرسږکال په نه میاشتوکې څلورزره ته رسیږی.