کور / تازه خبرونه / په كوټه كې دوه پوليس وژل سوي او ټپيان دي

په كوټه كې دوه پوليس وژل سوي او ټپيان دي

دغه پېښه د كوټي په مشرقي باى پاس سړك باندې هغه وخت رامنځ ته سوه كله چې ناڅرګنده وسله والو كسانو د پوليس پر پوسته بآندې وسله وال بريد وكړ او څلورو تنه پوليس ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د پوليسو په خبره، په دغه پېښه كې دوه تنه پوليس وژل سوي او دوه نور هم ټپيان دي.

تر دې وړاندې هم په كوټه كې په وار وار پر پوليسو باندې دا ډول بريدونه كېږي چې ډېرى وخت يې پړه د بلوڅو وسله والې ډلې پر غاړه اخلي.