کور / تازه خبرونه / یو افغاني پولیس خپل پنځه ملګری پولیس ووژل

یو افغاني پولیس خپل پنځه ملګری پولیس ووژل

دجوزجان ولایت مرکز شبرغان څخه یوه افغانې خبری سرچینه وایی چي،ددی ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې يوسيمه ييز پوليس خپل پنځه ملګری پولیس پر ډزووویشتل او ويي وژل .دجوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت وويل، چې دغه پوليس درمحمد نومېده او له تېر يوکال راهيسې يې په سيمه ييزو پوليسوکې دنده ترسره کوله.
دغه افغان پوليس نن سهار شپږ بجې د قوش تپې ولسوالۍ په تراغلي امنيتي پوسته کې خپل پنځه ملګري پوليس ووژل او وروسته خپله له يو ميل وسلې سره وسلوالومخالفينو ته ورغلى دى.
امنیه قوماندان رسنیو ته ویلي چې د پېښې څرنګوالی لا هم نه دى معلوم؛ خو يوه امنيتي پلاوي يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
د طا لبانوویاند ذبیح ‌الله مجاهد دپیښي پړه منلي اووایی ،چې دغه افغان پوليس درمحمدنامي دخپلو پنځو ملګروهمکارانو له وژلووروسته له پیښي له ځای څخه تښتیدلی او نورطالبان يادې امنيتي پوستې ته ورغلي دي او شپږ ميله وسله او درې موټرسايکلونه يې هم له ځان سره وړي او بيولي دي.
دیاد ولووړ ده، چې نن دکورنیو چاروپه وزارت کي یوي افغاني ښځينه پولیسي هم یوه امریکا یي مشاوره په ډزوتېرباران کړه اوویي وژله . تیره اونۍ هم دريوافغانې پوليسوخپل څلورنورملګری پولیس دکندهاردسپين بولدک ولسوالي په يوه سرحدي پوسته کې لومړۍ مسموم او بيا يې وژلي وو.