کور / تازه خبرونه / اسفنديارولي خان: د ډرون بريدونوخلاف يو

اسفنديارولي خان: د ډرون بريدونوخلاف يو

پېښور:دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان وئيلي دي چې ډرون بريدونو ته غلط وئيونکي دځانمرگي بريدونو په اړه ولې څه نۀ وائي.دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې داى اين پي دوژل شوي مشر بشير احمد بلور په اړه يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې دعوامي نيشنل پارټۍ مشر وويل خلک دډرون بريدونو په وجه دفضائي خودمختارۍ دخلاف ورزۍ خبره کوي خو دغيرملکي ترهه گرو له امله چې زمونږ دخاورې څخه سرغړونه کولى شي په هغې ولې چپ دي.هغه وويل ترهه گري او مذاکرات په يو ځايې نۀ شي تللى. تيره ورځ دپيښور دقصه خوانۍ په ډهکي نعلبندي سيمه کې يو ځانمرگي بريد کې دعوامي نيشنل پارټۍ دمشر بشيراحمدبلوردوژل کيدو وروستو ددغه گوند دبيلا بيلو مشرانو له لوري دترهه گرۍ دغندنې په بيانونو کې چټکتيا راغلې ده.دخيبرپښتونخوا وزيراعلي امير حيدر خان هوتي هم دگل په ورځ صوبائي اسمبلۍ ته پخپله وينا کې دهيواد په پوځي او سياسي قيادت دترهه گرۍ دستونزې دمستقل هواري لپاره د تُندې فيصلې کولو غږ کړى ؤ. اسفنديارولي خان دپيښور دقصه خوانۍ په ځانمرگي بريد کې داى اين پي دمشر بشير بلور دوژنې وروستو په دې خبره داى اين پي دکارکوونکو ستائينه وکړه چې هغوي دنورو پشان سړکونو ته راونۀ وتل او سرکاري ودانو ته يې زيان ونۀ رسولو. داى اين پي مشر دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد ټولو گوندونو څخه ديو ځايې کيدو غوښتنه کړې ده.هغه وائي چې ترهه گرو سره دې خبرې وکړل شي او دمذاکراتو دلارو دبنديدو په صورت کې دې دهغوي ځالې ختمې کړل شي. دهغه وينا وه بشير احمدبلور ته اندازه وه چې هغه به وژلى شي.هغه وويل دبشيربلور دځوې هارون بلور دوزيراعلي اميرحيدر خان هوتي دمشير جوړولو پريکړه شوې ده. اسفنديار زياته کړه څنگه چې زمونږ مشران دچا په وړاندې نۀ دي ټيټ شوي دغه شان به مونږ هم نۀ ټيټيږو.هغه وويل ترهه گري دهيواد دبقاء لپاره خطره ده او بايد ټول سياسي گوندونه په دې اړه خپله تگلاره جوړه کړي. نوموړي وويل اى اين پي دتشدد دپريښودو سره دخبرو اترو ملاتړ کوي او دډرون بريدونو مونږ هم مخالفت کوؤ. اسفنديار ولي خان وويل خيبرپښتونخوا او قبائيلي سيمو کې ترهه گري روانه ده نور ملک دې لوري ته ولې پام نۀ راگرځوي. دهغه وينا وه چې دفيصله ييزو گامونو لپاره به ټولو ائتلافيانو او سياسي گوندونو سره تماسونه کولى شي، سياسي گوندونو او نورو ائتلافيانو سره درابطو لپاره مو خپل کارکوونکي نومولي دي. اسفنديار وويل دهغه گوند به يواځې دهاغو خلکو سره خبرو اترو ته کښيني څوک چې رياست مني او دخبرو اترو لپاره تيار دي. اسفنديار دتشدد پريښودونکو سره په خبرو اتفاق څرگند کړو خو وې وئيل چې اى اين پي به دتندروه عناصرو په ضد په کارروايۍ مجبوره شي.هغه وويل که چرې مونږ ته جمهوريت بچ کول وي نو دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد به يوه تگلاره جوړول وي.نوموړي وويل دپاکستان خلکو دترهه گرۍ په ضد ديو موټى کيدو او په دغه اړه دخپل کردار ادا کولو ضرورت دى.هغه وويل چې دترهه گرۍپه ضد جگړه ديوې پارټۍ کار نۀ دى، هر څوک دې راوړاندې شي او ددې مقصد لپاره دې يوه ستراتيژي جوړه کړي.دهغه وينا وه دانتخاباتو څخه به په يو صورت کې هم نۀ لاس پسر کيږو او دټولټاکنو دځنډ له امله به هيواد کې تباهي رامينځته شي.دگل په ورځ دخيبرپښتونخوا وزيراعلي امير حيدر خان هوتي هم دهيواد په سياسي او پوځي قيادت غږ کړى چې دترهه گرۍ دستونزې دمستقل هواري لپاره په اړه دې کومه غوڅه پريکړه وکړي. صوبائي اسمبلۍ کې دوينا په مهال اميرحيدر خان هوتي وويل وخت رارسيدلى دى چې پوځي او سياسي قيدت يوه تُنده پريکړه وکړي او دقام لارښوونه وکړي ، دوهم صورت کې دا به دا مجرمانه غفلت وي.حيدر هوتي وئيلي وؤ که چرې مونږ يوه دبهادرۍ نه ډکه فيصله وکړونو دښمن به کمزورى شي گنې دوهم صورت کې به هغوي نور هم مضبوط او طاقتور شي.