کور / تازه خبرونه / په کراچي کي سږکال څه باندی۲۲۰۰کسان وژل شویدي

په کراچي کي سږکال څه باندی۲۲۰۰کسان وژل شویدي

دپاکستاني رسنیودراپورونوپربنسټ په روان ۲۰۱۲ میلادی کال کې دپاکستان ترټولوستراوسوداګریزمرکزی ښارکراچې کې دروان تاوتریخوالي له امله هره میاشت( ۱۸۰)تنواوهره ورځ شپږوتنوخپل خوږژوند له لاسه ورکړی دی اوداسلسله لاهم روانه ده.دراپورونوله مخې په دغه ډزو ډوزکې تراوسه پورې یوازې(۰۰۰ ۳ )دری زره کسان ټپیان شوي دي او ۷۰ سلنه کسان دټول عمر لپاره معیوب اوپه وجود نیمګړي شوي چي دبدن ځينې غړي يې له لاسه ورکړي دي.
په دغه راپور کې اندېښنه ښودل شوې ده، چې دکراچې په ښارکې اوس هم هره ورځ شپږ تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي او دولت لا هم په دې برخه کې پاتې راغلی دی.
راپوروايي چې ددغه ښارداستوګنوخلکوعادی ژونددسترګواښ سره مخامخ دی اوروان تاوتریخوالي اوهدفي وژنو یی ژوندسخت کړی دی.دپاکستان دولت تراوسه نه دی توانیدلي چي ددي نا امنیواوناخوالومخه ونیسي.
.