کور / تازه خبرونه / روزګان: پر يوى امنتى پوستى بريد

روزګان: پر يوى امنتى پوستى بريد

تيره شپه د روزګان ولايت د مركز ترينكوټ اړوند د سفيلندي په سيمه كي يوه امنتي پوسته تر وسله وال بريد لاندي راغله .
د روزګان د والي وياند عبدالله همت وايي چي يو تن پوليس د وسله والو طالبانو سره اړيكي درلودي او د پيري پرمهال يي خپل نور وسله وال مخالف ملګري راغوښتي او پر پوسته يي حمله كړي .
همت وايې چي د دي پېښي پر مهال دري تنه پوليس وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي .
د نوموړي په خبره چي د پيښي په اړه پلټني رواني دي .
د يوى سرچيني د معلوماتو له مخي چې اړيکه لرونکى پوليس د وسله والو طالبانو سره د امنيتي پوستي د وسلو او مهماتو سره يو ځاى تښتيدلى دى.
تر دي وړاندي د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان پوله ساتو ځواکونو يوه امنيتي پوسته په ورته ډول تر بريد لاندي راغلي وه او پر مهال يې اته تنه سرحدي پوليس وژل سوي وه .