کور / تازه خبرونه / دتورخم دروازه پرانستل شوه

دتورخم دروازه پرانستل شوه

پېښور:په تورخم کې ځايي خبريال کمال لروبر ته دټيلفون په ليکه څرگنده کړه چې دتورخم دروازه پرانستل شوه دغه دوازه پاکستاني چارواکودناڅرگندو لاملونو له امله پرون له لس بجو راهيسې بنده کړې وه دپاکستان دبهرنيوچارو وزارت تاييد کړه چې په اسلام اباد کې افغان سفيرمحمد عمرداودزي ډاډ راکړې چې بيا به په افغانستان کې له پاکستاني اتباعوسره بد چلند نه کيږي او دپخوانۍ پېښې به پلټنې وشي افغان سفير دپاکستان دبهرنيوچارو وزارت له مرستيال عالمگير بابرسره دتورخم د دروازې دپرانستلو په اړه خبرې وکړى