کور / تازه خبرونه / دوه خارجی پوځیان ووژل سول

دوه خارجی پوځیان ووژل سول

ناټو او امریکا ږغ خپرونه راپور ورکوی چی د جورجیا هیواد یو پوځي چی یوه میاشت مخکی ورک سوی و ، پرون یې جسد د یو افغان پولیس لخوا په هلمند ولایت کی پیدا سو او ناټو ته یې سپارﺉ . خبر وایی چی جورجیا تر اوسه په افغان جنګ کی ۱۹ پوځیان تلفات ورکړی دي .
ناټو په خپله دوهمه اعلامیه کی وایی چی پرون د افغانستان په جنوب کی ماین چاودنې یو بهرنی عسکر وواژه خو نور تفصیل یې ورنکړ چی دا پیښه په کوم ولایت کی رامنځته سوه او دغه پوځي د کوم هیواد مربوط و .