کور / تازه خبرونه / پېښور کې افغان کډوال له پوليسو سرټکوي

پېښور کې افغان کډوال له پوليسو سرټکوي

پېښور :پېښور کې ميشت افغان کډوال پر افغان قونسلگرۍ غږ کوي چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره لارې چارې ولټوي افغان کډوال وايي لويه ستونزه چې دوى ورسره مخ دي د پوليسو لخوا زورول کېږي او په يو بله نامه په جېلونو کې اچول کېږي. افغان کډوالو په يو رالېږلي پېغام کې ويلي دي چې د تېرو څو ورځو راهيسې د پوليسو لخوا په سلگونو کسان نيول شوي اوس د په مختلفو تاڼو کې پراته دي. نوموړو په افغان کونسل سيد محمد ابراهيم خېل او افغان سفير محمد عمر داودزي غږ وکړ چې د دوى دې دغه ستونزې د حل لپاره جدي گامونه پورته کړي. چې افغان کډوالو په خپل رالېږلي پېغام کي چې په اسلام آباد کې د افغان سفير محمد عمر داودزي او د مطبوعاتي وياند زردښت شمس څخه مننه کړې چې وړمه ورځ يې د تورخم د دروازې د پرانستو کې هلې ځلې کړي. افغان کډوالو زياته کړه : مونږ پاکستان خپل دويم کور گڼو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ غوره اړيکي د دواړو هېوادونو په گټه دي او د هغو کسانو غندنه کوو چې د دواړو هېوادونو د اړيکو په خرابولو کې لاس لري .