کور / تازه خبرونه / کندهار والي د ولايتي بيا رغوني د ټيم د مسئولينو سره وکتل

کندهار والي د ولايتي بيا رغوني د ټيم د مسئولينو سره وکتل

کندهار والي وايي چي په افغانستان کي د جنګېدونکو او دلته د دولت په مخالفت کي د ولاړو وسلوالو د مالي سرچينو وچول کولاى سي امنيتي حالت پياوړى کړي.
پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا چي نن يې د خپل کار په دفتر کي د ولايتي بيارغوني ټيم PRT له مسؤلينو سره کتل زياته کړه چي د نورو لارو ترڅنګ د مخالفينو د مالي منابعو له منځه وړل کولاى سي مخالفين کمزوري کړي او امنيتي حالت قوي سي.
نوموړي همدا راز وويل چي د خلکو د پوهاوي سطحه ډېره لوړه سوې او دا حقيقت يې موندلى چي د مخالفينو لخوا روانه جګړه د دين او اسلام جګړه نه ده بلکه اسلام يې د خرابو موخو لپاره کارولى دي.
د PRT مسؤلينو وويل دوى پلان لري چي په نژدې راتلونکي کي د پوهني او زراعت رياستونو د کارمندانو لپاره د پلان جوړولو په برخه کي روزنه ورکړي او ظرفيتونه يې لوړ کړي.
هغوى وويل چي د دولتي ادارو کارونه په چټکۍ سره پر مخ روان دي او دغه کار پر دولت باندي د خلکو اعتماد او باور زيات کړى چي ښه زېرى دى او د مخالفينو د ولکې کمولو سره مرسته کوي.
د ولايتي بيارغوني ټيم استازو همداراز وويل چي دوى د دهلې بند د کار د پيل په ارتباط له خپله طرفه کار کوي او په عمومي توګه هڅه کوي چي د کندهار د برېښنا د ستونزي لپاره دايمي حل پيدا کړي.
کندهار والي هم وويل چي د پلان جوړوني په برخه کي روزنه خورا زيات اهميت لري او د مربوطه رياستونو سره به مرسته وکړي چي خپلو اهدافو ته لا ښه تره لاسرسى ولري او د خلکو غوښتنو او توقعاتو ته مثبت ځوابونه ووايې.
هغه همداراز وويل چي د دهلې بند د ارتفاع د زياتوالي په باب هم له پلازميني کابل څخه هيئت راغلى و او هغه ساحه يې ليدلې او ولايتي ادارې د هغه سيمي د ملکيتونو د استملاک په باب هم له ځايي اوسېدونکو سره خبري کړي دي.
نوموړي وړانديز وکړى چي د کندهار د برېښنا مشکل د اساسي حل لپاره دي د کجکې بند باندي کار شروع سي او هلته دي دريم توربين ولګول سي تر د اوږدمهال لپاره د برق ستونزه له منځه ولاړه سي.