کور / تازه خبرونه / پاکستان دتورخم دروازه بیرته دټولو مساپرو لپاره پرانستله

پاکستان دتورخم دروازه بیرته دټولو مساپرو لپاره پرانستله

دپاکستان لومړی وزیر راجه پرویز اشرف نن وویل ،چي دتورخم دروازه دي د ټولوخلکو لپاره پرانستل شي.دغه دروازه پاکستاني پولیسونن سهار په اتو بجودهغه مسافرو په مخ تړلې وه کوم ،چې پاسپورت اویاپاکستاني هویت پاڼې يې نه لرلې . دتورخم ګمرک دپولیسو قومندان نوراکبرمسلمیار وايي ،چي دغه لاره نن په یوولس نیمو بجودهر ډول مساپرو پرمخ پاکستاني پولیسو بیرته خلاصه کړېده ،چې دپولې دې ، غاړې ته تر درې زره زیات مساپر بندایسار شوي وو .
نوموړی وایی له سهاره هم له هغې خوانه مسافر افغانستان ته پریښودل کیده خو یواځې له دې اړخه دهغه چا په وړاندې لاره بنده وه کومومساپرو چې پاسپوتونه اویا هم پاکستاني هویت پاڼې یی نلرلې .
په تیرودوه اونیو کې دا دریم ځل دی چې دپاکستان حکومت دتورخم دروازه دمساپروپه مخ تړي .که څه هم مخکې دوه ځلې یی دهر ډول مساپرو پرمخ دتورخم دروازه تړلې وه ،خو داځلې یی یواځې پاکستان ته روانونا قانونه خلک نه پریښودل.دتورخم ددروازی ستونځې هغه وخت زیاتي شوی چي افغاني سرتیرو د پلچرخی سیمی ته نږدی پر تنګي کوتل باندی پاکستاني اوسیدونکي کارګردپاکستاني پاسپورت اوویزی اسنادوسره سره ټینګ ووهل اوویی ډبول. دافغانستان حکومت وروسته پاکستاني چارواکوسره ژمنه وکړه ،چي ددي پیښي په اړه به څیړني کوی او ملامتو کسانو ته به جزا ورکړی.