کور / تازه خبرونه / هلمند ولایت: دناوي ولسوالي دمسجد جامع ملا امام ووژل شو

هلمند ولایت: دناوي ولسوالي دمسجد جامع ملا امام ووژل شو

هلمند: د هلمندولایت څخه لراوبرویب پاڼې ته نن دتیلیفون پرلیکه یوی معتبري خبری سرچینې خبر راکړی چي دهلمند ولایت دناوي ولسوالې دجامع جومات مولوی شاه ولي اخند تیرماښام تر لمانځه وروسته په مسجدکي دننه دنامالومووسله والوکسانو لخوا دډزو تر برید لاندي راغلي او ځای پر ځآی ووژل شو.
دهغه په خبره، چې وژل شوى ملا امام مخکي په ګرمسېر ولسوالۍ کې دمرکزي جومات ملا امام وو. او څه کم يوکال کیږي چي دناوې ولسوالۍ ته راغلى اوددي ولسوالې دجامع جومات ملاامام شو.
دهلمند ولایت دولتي چارواکواو دمخالفي لوری طالبانو تر اوسه پوری لراوبر ته ددي پیښی په هکله څه نه ویلي.