کور / تازه خبرونه / كندهار: د معدنونو د امريت لپاره نوى ودانى پرانيستل سوه

كندهار: د معدنونو د امريت لپاره نوى ودانى پرانيستل سوه

د کندهار ولايت د معدنونو او صنايعو آمريت لپاره نوې جوړه سوې ودانۍ نن شنه د مربوطه وزارت د وزير وحيد الله شهراني او کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا لخوا پرانستل سوه.
وزير وحيدالله شهراني د يادي وداني تر پرانستني وروسته وويل چي دغه ودانۍ د ولايتي ادارې د پېشنهاد پر اساس د کارونو د چټکتيا او بهترۍ په موخه جوړه کړې او هيله لري چي په دې سره به يې ددغه ولايتي آمريت کارونو لا ښه همږغي او باکيفيته سي.
نوموړي زياته کړه چي پر دې ودانۍ يوولس ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او د شپږو مياشتو په اوږدو کي د ٢ پوړونو او شلو خونو په درلودلو سره په دوه جريبه مځکه کي د يوه افغاني خصوصي شرکت لخوا څخه جوړ سوى دى.
کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم وويل چي د حکومتدارۍ پياوړتيا او پر وخت و زمان د کارونو سرته رسول د ولايتي ادارې له لومړيتوبونو څخه دي او په دې برخه کي د کاري ځايونو شتون لومړى اصل شمېرل کيږي.
هغه زياته کړه چي د کندهار د کاني زيرمو را ايستل کولاى سي په کندهار کي د نورو ستونزو د حل کولو ترڅنګ د برېښنا ستونزه هم په بشپړه توګه له منځه يوسي او کندهار د ډبرو سکرو په مرسته له همېشنۍ برېښنا څخه برخمن سي.