کور / تازه خبرونه / د روزګان ښاروالۍ په عوايدو کي زياتوالی راغلی دی

د روزګان ښاروالۍ په عوايدو کي زياتوالی راغلی دی

دارزګان ښاروال نعمت الله اکبری درسنیو سره دخبرو پرمهال ویلی چی په روان کال کی یی دسهیلی رمپپ پروګرام په مرسته دښار ټول جابدادونه ثبت کړی چی شمیر یی ۴۰۰۰ ته رسیږی او دیادو جایدادونوځوارلس سلنه برخه مالیکینو یی دصفایی مالیات ښاروالی ته ورکړی چی تردامهاله پوری یی دیادی پروسی څخه دری میلیونه افغانانی ترلاسه کړی دی اودنوموړی په وینا چی ترراتلونکو درومیاشتو پوری به لس میلیونه افغانیو ته ورسیږی.

داکبری په وینا چی داپروسه دوام لری او دښار ټولو جايدادونو مالیکونه ته یی خبر ورکړی چی هرکال باید خپل دصفایی مالیه پرخپل وخت ښاروالی ته تحویل کړی او ددی په خبره ښاریانو ورسره منلی دی چی ټول خلک به ښاروالی ته مالیات ورکوی.

ښاغلی اکبری وایی چی دخلګو په پیسو به بیرته دښاریانو په خوښه پروژی ترسره کوی چی دپیسو زیاتره برخه به یی دښار دپاک ساتلو دپاره وکاروي.

ښاغلی اکبری وایی که څوک خپل دجایداد دصفایی مالیات پرخپل ټاکل شوی وخت تحویل نکړی له قانونی چلند سره به مخ شی او عدلیه او قضایی ارګانونو ته معرفی شی.

ښاروال اکبری وایی چی په ښار کی یی دماسټر پلان عملی کول پیل کړی او ددی په خبره چی امنیه قوماندان مطیع الله خان او والی امیرمحمد اخنزاده ورسره پوره مرسته کړی ده.

بل پلو ددی ولایت مرکز ترینکوټ ښاراوسیدونکوی که څه دیادی پروسی څخه خوش معلومیږی خو غوښتنه کوی چی ښاروالی باید ورته عامه خدمات زیات کړی .

دوی همداراز په ښار کی دماسټر پلان عملی کول یونیک ګام بولی او پرټولو ښاریانو ږغ کوی چی دښاروالی سره پدی برخه کی پوره ونډه واخلی.

دارزګان په ترینکوټ ښار کی دجایدادونو ثبت ، دښآروالی په عوایدو کی زیاتوالی او په ښار کی دماسټرپلان عملی کول پداسی حال کی ترسترګو کیږی چی ددی ولایت مرکزی ښاروالی ۹۹ ٪ دتیر کال انکشافی او عادی بودیجه تردامهاله مصرف کړی او یوشمیر پروژی یی پلی کړی دي.