کور / تازه خبرونه / دسعودي عربستان یوپوځي افسر پرماشوم باندي دجنسي تیري په تورونیول شو

دسعودي عربستان یوپوځي افسر پرماشوم باندي دجنسي تیري په تورونیول شو

واشنګټن: دیوه امریکایئ تلویزیون درپوټ له مخې دسعودي عربستان دهوايي قواوو د پوځ يوغړی چي «میزین الطیبي »نومیږی او ۲۳ کاله عمر لری دواشنګټن په يوه هوټل کې پر يوه ماشوم باندي دجنسي تيري په تور ونيول شو. دهوایی فوځ دغه افسر امریکا ته دیوی رسمي سفر په موخه تللي وو.
په امریکاکي د«فاکس نيوزټلويزون »دراپور پربنسټ تورن افسر(الطیبي )دواشنګټن په «کلارک کاونټي »زندان کې دا مهال بندي دی اوپه نږدې ورځوکې به نوموړی دماشوم د تښتونې اوجنسي تيري تورونو له امله محکمې ته وړاندې شي.
د پوليسو یوه چارواکي رسنيو ته ويلي چې له نوموړي سره د سعودي عربستان د هوايي پوځ دپيژندګلوې کارت موجودوو، او په «ټیکزاس» ايالت کې د «کيلنډ »هوايي هډې ته د ليدنې په موخه ورغلی وو.