کور / تازه خبرونه / قاضي حسين احمد په نوښار کې خاورو ته وسپارل شو

قاضي حسين احمد په نوښار کې خاورو ته وسپارل شو

د جماعت اسلامي ګوند د پخواني امیر قاضي حسین احمد جنازه د پېښور په جناح پارک کې وشوه، چې ګڼ شمېر سیاسي او دیني مشران هم ورغلي وو.قاضي حسین احمد په نوښار کې د زیارت کاکا صاحب په کلي کې خاورو ته وسپارل شو.قاضي حسین احمد د وفات کېدو پر مهال د ٧٥ کاله و او نوموړی له څه مودې راهیسې د زړه په رنځ اخته و.د یکشنبې په ورځ (جنوري ۶مه) د نوموړي د روغتیايي حالت له خرابېدو وروسته هغه د درملنې لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ولېږدول شو، چې د زړه درېدو له امله په هغه ځای کې ومړ. د جماعت اسلامي مشر قاضي حسين چې دا څو کاله د زړه له رنځه کړېده، درې ورځې دمخه يې حالت ډېر خراب شو او د يکشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د ٧۵ کلو په عمر مړ شو.قاضي حسين احمد هغه مهال چې لا انګرېزانو پر پښتونخوا او د هند پر نيمه وچه واکمني درلوده، په نوښار کې وزېږېد.پلار يې قاضي عبدالرب هم د خپل مهال خولور روحاني او جهاد پلوى مشر و. خو له دې سره سره يې په سوداګرۍ کې هم لوى لاس درلود.د قاضي حسين احمد خپل کاري ژوند هم د درملو له پلورنې پيل شوى او په ترڅ کې يې د پښتونخوا د سوداګرۍ خونې تر مرستيال مشرتابه هم رسېدلى دى.قاضي حسين احمد په جغرافيه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې درلودې او مخکې له دې چې اسلامپالي سياست ته وڅکېږي، د سوات په جهانزېب کالج کې ښوونکى و.دى په پښتو، انګرېزي، اردو، عربي او فارسي ژبو پوهېده.قاضي حسين احمد په ځوانۍ کې د افغانستان له اسلامپالو مشرانو سره نژدې شو او د هغوى د ليدو لپاره د محمد داود خان د جمهوريت پر مهال د درملو د سوداګر په پلمه افغانستان ته ورته.يو ځل آن تر کندزه هم رسېدلى و. وروسته يې د داودخان سياسي اسلامپالي مخالفين چې په افغانستان کې يې د پاڅونو طرحې شنډې شوې وې، په پېښور کې وساتل او د ذوالفقار علي بوټو له ادارې او وروسته د ضيالحق له پوځي واکمنۍ سره يې نژدې کړل.د ده د خپلې خولې خبره ده چې “ګلبدين حکمتيار، احمدشاه مسعود او برهان الدين رباني يې ترپالنې لاندې وو.”ده ويل برهان الدين رباني ته يې چې پر پښتو نه پوهېده، د محمد داود خان له استخباراتو نه د پټېدو لپاره د “چترالي ملا” نوم ورکړى و.پر افغانستان سربېره، قاضي حسين احمد په کشمير، چچنيا او بوسنيا هرڅوګووينيا کې هم د جهادي ډلو ملاتړى پاتې شوى دى.دى په ١٩٨٦ کال کې چې افغانستان د شوروي لښکرو په ګورت کې و، د خپل تنظيم- جماعت اسلامي مشر شو او نژدې ٢٣ کاله يې دغه دنده پر غاړه وه.له ده دوه لوڼې او دوه زامن پاتې دي قاضي حسین احمد څلور ځله د جماعت اسلامي ګوند مشري کړې وه.نوموړی په ۱۹۷۰ کال کې د پېښور سیمې لپاره د جماعت اسلامي ګوند مشر وټاکل شو او په ۱۹۸۶ کال یې د پاکستان د مشرانو جرګې غړیتوب تر لاسه کړ.په ۱۹۹۲ کال نوموړی دویم ځلي د نوموړې جرګې غړی شو، خو په ۱۹۹۶ کل یې د وخت له حکومت سره د اختلاف له امله استعفا ورکړه.پاکستان کې د ۲۰۰۲ کال ټاکنو کې قاضي حسین احمد په ورته مهال له دوو سیمو څخه د پاکستان ولسي جرګې ته د استازي په توګه وټاکل شو.قاضي حسین احمد له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۸ پورې د پاکستان د مذهبي ګوندونو د اتحاد ( متحده مجلس عمل) مشري هم پر غاړه درلوده.”د ده د خپلې خولې خبره ده چې ګلبدین حکمتیار، احمد شاه مسعود او برهان الدین رباني یې ترپالنې لاندې وو”نوموړی د ۱۹۳۸ کال د جنورۍ په ۱۲ مه د نوښار سیمې په کاکاصاحب کلي کې زېږېدلی و.د قاضي حسین احمد خپل کاري ژوند هم د درملو له پلورنې پیل شوی او په ترڅ کې یې د پښتونخوا د سوداګرۍ خونې تر مرستیال مشرتابه هم رسېدلی دی.قاضي حسین احمد په ځوانۍ کې د افغانستان له اسلامپالو مشرانو سره نژدې شو او د هغوی د لیدو لپاره د محمد داود خان د جمهوریت پر مهال د درملو د سوداګر په پلمه افغانستان ته ورته.يو ځل آن تر کندزه هم رسېدلی ودى په ١٩٨٦ کال کې چې افغانستان د شوروي لښکرو په ګورت کې و، د خپل تنظيم- جماعت اسلامي مشر شو او نژدې ٢٣ کاله يې دغه دنده پر غاړه وه.

.