کور / تازه خبرونه / بارک اوباما دامریکي درې نوی وزیران ونومول

بارک اوباما دامریکي درې نوی وزیران ونومول

دامریکا جمهور رئیس بارک اوباما دجمهوری ریاست ددوهمې دوري دپیل څخه وړاندي چي ددی میاشتي په دریمه نیمایی کي به دجمهور رئیس په توګه لوړه وکړی، نن یی په رسمي توګه دخپل حکومت په دننه کي درې نوی وزیران په دندو وګومارل:
۱:چوک هاګیل ددفاع دنوی وزیر په توګه
۲:جان برینن د سي ای اې دنوی مشر په توګه
۳: جون کیری د بهرنیو چارودنوی وزیر په توګه
۱:چوک هایګل د پخوانې دفاع وزیرلیون پنیتاپر ځای ګمارل شویدي.هېګل په ۱۹۴۶ کال په نبراسکا کې زیږېدلی دي ،اود ویتنام په جګړه کې یی برخه اخستي او هلته د پلي پوځي قطعې مشر و.هاګیل دجمهوریت غوښتونکوګوند غړی دی .هېګل په ۱۹۹۶ کال کې د جمهوریت غوښتونکي سناتور په توګه په مشرانو جرګه کې وکیل شو، او بیا په ۲۰۰۲ کال کې بېرته بریالی شو، خو په ۲۰۰۸ کې متقاعد شو. راپورونه وایی چي هاګیل یوه جنجالي څيره ده او شاید داوباما حکومت ته به نوی ستونځې را منځته کړی .ددموکراتانو ډله هم د هغه په ټاکیل کیدونا خوښي دي.
۲:دوهمه نوي څيره د امریکا دڅارګری اداری د سي آی اې مشر جان برینن نومیږي.جان برېنن تر ۲۵ کلونو پورې  په سي ای اې کې خدمت ترسره کړی او دا مهال د ترهګرۍ ضد مسایلو لپاره دولسمشر اوباما سلاکار دی.جان برېنن د هغوپوځي عملیاتو په پلان جوړولوکې مهم رول درلود،کوم چې په پایله کې یې اسامه بن لادن ووژل شو.
۳:دریم نوماند جان کیری نومیږي چي نوموړي د ۲۰۰۴ کال کی په ولسمشریزو ټاکنو کې ددموکرات ګوندکاندید و. هغه دتیرکال په ورستیوکي دبهرنیو چارووزارت ته وګمارل شو.جان کیري دا مهال دامریکا په مشرانو جرګه کې د بهرنیو چارودجرګي مشر دی. او بارک اوبامادخپل هېواد دبهرنیو چارو د اوسنۍ وزیرې هیلري کلنټن دځای ناستي په توګه دغه وزارت ته نوماند کړی دی.
دامریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دجان کیری له ټاکل کیدو وروسته به د نوموړي ډېر پام له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو، دسوریې بحران او د ایران اتومي پروګرام ته واړوی.
۶۹ کلن جان کیری څوځله اوپه ځانکړې توګه افغانستان اوپاکستان ته سفرونه کړی دی او په غیر رسمي توګه یی له اوباما ادارې سره مرسته کړېده.نوموړي دافغانستان دسیاسي کړکیچ سره بلدتیالری او دمنطقي دحالاتوڅخه خبرکس ما لومیږي.