کور / تازه خبرونه / روزګان ښاروالۍ د کثافاتو ټولولو موټر ترلاسه کړه

روزګان ښاروالۍ د کثافاتو ټولولو موټر ترلاسه کړه

دارزګان ولایت ترینکوټ ښاروال نعمت الله اکبری رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چی درمپپ پروګرام ورسره دوه دانی دکثافاتو وړلو موټرانو مرستو وکړل ،نوموړی وایی چی یاد دوه موټران یی ترِغوښتنی وروسته درمپپ نړیوال پروګرام ورکړ چی صفر کیلومتر دي اوددوبی څخه ورته راوړل شوی دي.
دښاغلی اکبری په وینا په ورځنی ډول به دښاروالی دکثافاتوکارکوونکی دښار کثافاتو دیادو دوو موټرانوپه مرسته دښار دباندی وړی ترڅو ښار پاک وساتل شی.




ښاغلی اکبری همداراز وایی چی درمپپ پروګرام له لاری څخه یی دښار دپاکوالی په موخه یومنظم پلان جوړ کړی چی دامهال یی دعملی کولو چاری روانی دی.

بل لوری ته بیا ترینکوټ میشت ښاریان دښاروالی ددی اقدام ستاینه کوی اووایی چی ښاروالی باید دښاردټولو برخو کثافات پرخپل ټول کړی ځکه ددوی پروینا چی ورځنی ککړتیا زیاتره وخت کورتني دروغتیایی مشکلاتو سره مخ کوی .





دسهیلی رمپپ لخوا څخه پداسی حال کی دترینکوټ ښاروالي سره دکثافاتو ددوه موټران مرسته کیږی چی پدی وروستیو کی دترینکوټ ښاروالي دخپلو عوایدو دزیاتوالی خبرورکړی وي. ‎‎‎