کور / تازه خبرونه / په کو ټه کي دوژل سووکسانو شمیرترسلو واوښته

په کو ټه کي دوژل سووکسانو شمیرترسلو واوښته

داکسپرس نیوزدخبریال درپوټ له مخي نن په کوټه کي په دریو چاودنوکي دوژلوسووکسانوشمیر ترسلوڅخه واوښته اودټپیانوشمیر کم وزیات (۲۲۰ )تنوته ورسیدي. دپاکستان چارواکو په کوټه کي ددریوورځولپاره غمیز ماتم اعلان کړی اودقربانیانووکورنیوته یی دیوه میلیون پاکستاني کلدارونغدي مرستي وعده کړیده.
دچاودني ټپیان دکوټی پوځي روغتون ته وړل شویدی، ډاکټران وایی چي دپنځوسوتنو ټپیانوحالت ډیرخطر ناک دئ.
پولیس وایی چي چاودیدونکي توکي دشلوڅخه تر پنځه ویشت کیلوګرامو پوری وه . تر ټولودرنه چاودنه داقبال پرلویه لاره دپاچاخان چوک ته نږی په یوه ګڼه ګوڼي مرکزی سیمه کي تر سره شویده، چي ۱۲ تنه ځای پرځای وژلي او۲۷ تنه ټپیان شویدی .په دي چادونو کي د ۱۳ عرادوموټرونودسوځیدلوخبر هم ورکړل شویدی.
په وژل شووکسانوکي دقائیدآباددپولیسومحلی مشرجعفرخان دنه تنوپولیسوسره،دشخصي تلویزیوني کانال کامره مین شیخ عمران ،راپورټر ژورنالیست صیف الرحمن بلوچ اوڅلورونورداوطلب مرستوکونکوکسانوهم خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.
دکوټی دښار دپولیسو لوی افسر میر زوبیر محمود دچاودني سیمی ته ور غلي او پلټني یی پیل کړیدي.