کور / تازه خبرونه / وزیرستان کې ډرون برید دوه کسان وژلي

وزیرستان کې ډرون برید دوه کسان وژلي

شمالي وزیرستان کې امریکايي ډرون الوتکې په یوه موټر سایکل د توغندي برید کړی. په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د میرعلي سیمې په خوشحالي کلي کې ډرون یو موټر سایکل په نښه کړ، چې دوه کسه پرې ناست وو. په برید کې دواړه وژل شوي، چې ویل کېږي بهرنیان وو