کور / تازه خبرونه / پاکستان کې د باروړونکو موټرو چلوونکو کار بنديز کړى

پاکستان کې د باروړونکو موټرو چلوونکو کار بنديز کړى

اسلام اباد :پژواک د خبر له مخې : د پاکستان د بار وړونکو موټرو اتحاديې چې موټر يې افغانستان ته اکمالاتي او نور توکي لېږدوي، له دې امله کار بنديز کړى چې پاکستان پرې سخت قانون وضع کړى دى.د دغه کار بنديز له امله د هغو موټرو تګ راتګ په ټپه ولاړ دى، چې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته اکمالات کوي او يا هم هغه موټر چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ د شوي تړون له مخې دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.د پاکستان د بار وړونکو موټرو د ټولنې مرستيال مستقل افريدي وايي، له شوي کاربنديز وروسته تر دې دمه شاوخوا ٤ زره اکمالاتي او نور موټر چې د افغان سوداګرو او ناټو ځواکونو اکمالات په کې بار دي، پر ځاى ولاړ دي. د خيبر پښتونخوا د خيبر په نوم د ټيلرو د چلوونکو د ټولنې مشرمحمد يوسف افريدي پژواک وويل، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو لېږد درولى دى.د ده په خبره، د پاکستان د محصولاتو مرکزي ادارې (اېف. بي. ار) افغانستان ته بار وړونکي موټر له يوې ټرانزيټي کمپنۍ سره ثبت کړي، چې له مخې به يې د دوى موټر تر هغه چې نوبت ورته رسېږي، پر خپل ځاى ولاړ وي. دى وايي، له دې امله اوس دوى نه شي کولى خپل موټر د نورو چارو لپاره وکاروي.اپريدى وايي، ترڅو چې دا ستونزه بېرته لرې نه شي، نو دوى به د تدارکاتو د نه وړلو اعتراض ته دوام ورکړي.ده وويل، چې افغانستان ته د اکمالاتو په لړ کې د دوى سلګونه بار وړونکي موټر سوځول شوي او چلوونکي يې وژل شوي، خو هېچا هم د دوى تاوان نه دى جبران کړى. دى د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې له دغه بنديز سره د لنډي کوتل او کراچۍ سلګونه کسان اوزګاره شوي دي.د افريدى په خبره، افغانستان ته د تدارکاتي توکو د نه لېږد پرېکړه لومړى په کراچۍ کې د پاکستانى د محصولاتو عمومي ټولنې وکړه، چې وروسته دوى هم دغه کار وکړ.د پاکستان د بار وړونکو موټرو د ګډې ټولنې مرستيال مستقل افريدي وويل، چې د محصولاتو مرکزي ادارې (اېف، بي، آر) له يوه شخصي ټرانسپورټي کمپنۍ سره د دوى موټر راجستر کړي دي.ده زياته کړه: “کير ئير کمپنيو ته د ټيکې په ورکولو سره موږ ته زيان اوړي. تر څو چې مو په ګاډو کې مالونه نه وي اچول شوي تر هغې موږ د دوى سره تړلې شوي يو او نه شو کولى چې چېرته بل ځاى کومه مزدوري وکړو، پرته له دې هم دغې کمپنۍ ته به ٤٠ زره کلداري لا هم ورکوو.”د مستقل افريدي په خبره، د پاکستان د محصولاتو مرکزي ادارې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو د لېږد قرارداد هم نوموړي شرکت ته ورکړى، چې دى وايي: “زموږ لاسونه او پښې يې تړلي دي او د ځان يې محتاج کړي يو.)) افريدى وايي: د محصولاتو د مرکزي ادارې موټر چلوونکو ته نه وو ويلي، چې غواړي له يادې کمپنۍ سره د دوى موټر راجستر کړي. يو چلوونکى جهانزېب خان چې د چمن له لارې افغانستان ته مالونه وړي، پژواک ته وويل، ښايي د چمن له لارې هم افغانستان ته اکمالات بند شي. بل لور ته د پاکستان د ترانسپورتي چارو د ټولنې عمومي مشر سيدشمس احمد برني بيا د موټر چلوونکو غوښتنې غير عملي بللې دي. برني ويلي، ځکه يې موټر له يادې کمپنۍ سره ثبت کړي، چې د غلا مخه ونيول شي، خو چلوونکي بيا دغه کار نه غواړي.