کور / تازه خبرونه / کرزي او اوباما په واشنګټن کي سره وکتل

کرزي او اوباما په واشنګټن کي سره وکتل

دافغانستان اولسمشرحامدکرزي درې ورځې مخکي دڅولوړپوړیزوچارواکوپه ملتیا امریکي ته ورسیدي او پرون یی دامریکادولسمشربارک اوباماسره وکتل.
لګه څنګه چي انتظارکیده دواړومشرانودافغانستان دراتلونکي حالاتو په باب اود ۲۰۱۴ کال څخه وروسته دناټو اوامریکایې پوځونودوتلوپه اړه خبري اترې وکړي. ددوی په خبروکي دپام وړنوي ټکي په ګوته نشول اونه یی هم په کوم ځانګړۍ نوی پلان باندي له سره غوروکړي.
امریکا بیاهم ځیګر وټکاوي چي دوی به افغانستان یواځې نه پریږدي اود ۲۰۱۴ کال وروسته به وافغاني پوځونوته ښوونه اوروزنه ورکوی ،اوافغانستان لوري بیا ډاډورکړی چه دوسلوالوطالبانوسره به دسولي خبرو ته ادامه ورکوی.دامریکا اوافغانستان ولسمشران دواړه سره سلاشول ،چې ناټو به له راتلونکي پسرلي نه له افغاني ځواکونوسره د روزني اومرستندویي چاري په غاړه اخلې اوکه اړتیا پیښه شي امریکایی ځواکونه به له افغاني ځواکونوسره اوږه په اوږه ددښمن په مقابل وجنګېږي .مګر امریکایی ځواکونوبه له راتلونکي پسرلي نه دیوه جلاماموریت دنده ولري اوهغه داچي دافغان ځواکونودروزنې،ښووني اوله هغوی سره د مرستې او مشورې ورکولو دماموریت چاري به په غاړه واخلي.’
حامدکرزی او بارک اوباما دامریکا يي پوځونودپاتي کیدودشمیر په اړه هم څه ونه ویل، ولي له افغانستانه دناټو اودامریکایي پوځونودوتلواحتمال هم ډیرشویدي.
دغه رازپه قطرکي دطالبانوددفتر پرانستل اودهغوی سره دافغانستان دعالي شورا له استازوسره دخبرو پیل ددواړو مشرانو لخواد تآئیدوړ وګرځیدي. همدارنګه افغان ولسمشراوبارک اوباما په خپلو کي سره سلاشول چي د۲۰۱۴ کال داپریل په میاشت کي دافغانستان دولسمشر ی ټاکنې دازادو، عادلانه اوډیموکراټیکوټاکنودترسره کولو په اړه دي دخپلواکوافغاني بنسټونوله مؤسساتواو مدنې ټولنوسره په ګډه دهمکاۍ اوتفاهم په درشل کي دټاکنو لړۍ ته تیارۍ ونیسي.