کور / تازه خبرونه / يو شمېر چارواکو شاوليکوټ ولسوالۍ ته سفر وکړ

يو شمېر چارواکو شاوليکوټ ولسوالۍ ته سفر وکړ

په دغه سفر کي چي د قو ل اردو د قومندان او نورو امنيتي مسؤلينو ترڅنګ د ولايت د ټولو کليدي او سکتوري ادارو رئيسان هم حاضر ول، په هماغه ځاى کي هر يوه ته په خپل بخش کي وظايف وسپارل سول چي د حل لپاره يې په عاجله توګه کار وکړي او د هفتې په جريان کي يې ولايت مقام ته راپور وړاندي کړي.

د شاوليکوټ ولسوال حاجي عبيدالله وويل چي په امنيتي حالت کي د پخوا په مقايسه په بې ساري ډول ښه والى راغلى او دده په شمول اوس د ولسوالۍ ټول اوسېدونکي له ولايتي او مرکزي ادارې د بيارغوني کارونو ته د پام د زياتوالي غوښتنه کوي.

نوموړي وويل: سره له دې چي يو شمېر کليدي ادارو خپل مديران او آميرين د کارونو د پرمختګ په خاطر رالېږلي او دلته وظيفې پر مخ وړي ولي، لا بيا هم ډيري ادارې سته چي دلته استازي نه لري او له دې ناحيې د مشکلاتو سره مخامخ يوو.

هغه زياته کړه چي په عدلي او قضايي برخه کي يې هم ستونزي حل سوي او دلته قاضي او څارنوال لري خو په وينا يې چي د اکثرو مامورينو لپاره د بود باش تعميرونه په نظر کي نه دي نيول سوي چي توجه ته اړتيا لري.

ولسوال، معارف هغه بخش ياد کړى چي دده په خبره پکښي يو عالم ستونزي وجود لري او د مکررو مکتوبونو د پوهني رياست سره تر بيا بيا اړيکو نيولو وروسته هم نه دى بريالى سوى چي دغو ستونزو ته حل لاره ومومي.

د کندهار د عامي روغتيا رئيس وويل چي په ولسوالي کي درې کلينيکونه لري او د خلکو د اړتيا په پام کي نيولو سره يې دلته ښځينه ډاکټراني او قابله ګاني هم مؤظفي کړي او ٢٤ ساعته د ناروغانو تداوي دووام لري.

نوموړي زياته کړه چي ددې کلينيکونو له شتون سره-سره يې هم ستونزي حل نه دي او کار کوي چي ډېر ژر يو بل کلينيک چي د ولسوالۍ د شورا رئيس ورته خپله مځکه ورکړې پرانيزي.

د اوبو د تنظيم رئيس وويل د دهلې ډم په ارتباط يې هڅي او کوښښونه ادامه لري او د ارتفاع سره سم به يې دوى وکولاى سي ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه ذخيره کړي او ټول کال د کرهڼي لپاره اوبه ولري.

د پوهني رياست د نظارت مدير وويل چي دوى په دې ولسوالي کي د معاشاتو او ځينو نورو برخو کي مشکلات لري خو زياته يې کړه چي ستونزي يې تر ډېره په کابل پوري ربط پيدا کوي او دوى يې د حل پاره لاس په کار دي.

نوموړى د کندهار والي له سختو پوښتنو سره مخ سو او په پايله کي يې هغه ته امر وکړى څو تر هغې چي د شاوليکوټ د معارف ستونزي حليږي همالته په ولسوالي کي پاته سي او ټول مشکلات يې ورته حل کړي.

د کليو د پراختيا رئيس وويل چي په ولسوالي کي يې شورا له سره نوې کړې او د پرمختيايي کارونو لپاره يې د ملي پيوستون د پروګرام له لاري ١٣٠ ميليونه افغانۍ ورته ځانګړي کړي دي.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په شاوليکوټ کي ومنل چي په دولت او ملت دواړو کي ستونزي سته خو دولت يې خلکو ته د ښه خدماتو نه رسولو له خاطره ګرم وباله او همالته يې زياته کړه چي ډېر ژر به ددې ولسوالۍ د خلکو ستونزي د امکان تر حده ورته حل کړي.