کور / تازه خبرونه / کندهار : د عامه ساتني قطعه جوړه سوه

کندهار : د عامه ساتني قطعه جوړه سوه

کندهار افغانستان- ياده سوې قطعه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کي فعاليت کوي چي وظيفه يې د لويو لارو ساتنه او په خاصه توګه د هغو اکمالاتي کتارونو د لېږد رالېږد امنيتي مسؤليت دى چي بهرنيو او افغان ځواکونو ته پوځي او غير پوځي سامانونه لېږدوي.

د يادي سوي قطعې قومندان مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني نن د فعاليتونو د پيل په مراسمو کي د خپلو کارونو او وظايفو په ارتباط معلومات ورکړل او زياته يې کړه چي دوى پر لويو لارو باندي د خصوصي او دولتي کتارونو د ساتني مسؤليت لري.

نوموړي زياته کړه چي تشکيل يې د کورنيو چارو په وزارت پوري اړه لري او دوى د هغو خصوصي امنيتي کمپنيو پر ځاى کار کوي چي وړاندي يې اکمالاتي کتارونه له يوه تر بله ځآيه رسول.
هغه همداراز وويل چي درې مياشتي وړاندي کندهار ته راغلي او تر دې دمه يې درې سوه تنه له مسلکي زدکړو فارغه کړي اوسل نور همدامهال په روزنيزو کورسونو کي دي چي ډېر ژر به د خدمت جوګه سي.
د ښاغلي روحاني په وينا چي د جمهور رئيس د ٦٢ ګڼه فرمان سره سم به د خصوصي امنيتي کمپنيو فعاليت ته د پاى ټکى کښيږدي او ټولي کمپنۍ به پرته له دې چي مالکين او مسؤلين يې په نظر کي ونيول سي له منځه يوسي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په ننيو مراسمو کي د وزارت په چوکاټ کي د داسي يوې قطعې ايجاد خورا مهم او د تجارت او معاملاتو د ودي لپاره ډېر کليدي وباله.
نوموړي زياته کړه چي ددې څانګي د فعاليت سره سم به پر لويو لارو اوسنۍ نا امنۍ هم پاى ته ورسيږي او هغه اندېښنه چي له تجارانو او همداراز بهرنيو او کورنيو سرتيرو ته د لېږدونکو قرارداديانو سره موجوده وه له منځه يووړل سي.
-هغه وويل: پداسي حال کي چي موږ د امنيتي مسؤليتونو د لېږد په پړاو کي قرار لرو او دلويو لارو د امنيت په برخه کي څه ناڅه اندېښنې وې، نو اړينه وه چي داسي يوه قطعه ايجاد سي او ټولو ستونزو او اندېښنو ته ځواب ووايي.
کندهار والي له کورنيو چارو وزارته مننه وکړه چي داسي يو اقدام يې کړى او په عين حال کي يې ترې وغوښتل چي توجه نوره هم زياته کړي او په ښه توګه سره دغه قطعه اکمال او تجهيز کړي