کور / تازه خبرونه / د زړو بانک نوټونو د حريق لپاره ټاکل سوى پلاوى کندهار ته راغى

د زړو بانک نوټونو د حريق لپاره ټاکل سوى پلاوى کندهار ته راغى

کندهار افغانستان- د افغانستان د دواړو جرګو او افغانستان بانک يو ګډ پلاوي کندهار ته د زړو بانک نوټونو د حريق او د افغانيو د بشپړ عامولو په موخه سفر وکړى او نن يې له کندهار والي سره وکتل.

د ياد سوي پلاوي مشر او د افغانستان بانک مرستيال له کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د افغانستان بانک د سوېل لوېديځ زون د رئيس او ځينو نورو لوړ رتبه کسانو سره په يوه ګډه غونډه کي د ګډون پر مهال وويل، د تر دې وړاندي به د ټول افغانستان په کچه زاړه بانک نوټونه کابل ته لېږل کېدل او وروسته به يې له پلان سره سم پر ټاکلي وخت حريق ترسره کېده، خو د نوموړي په خبره له دې وروسته به د زړو بانک نوټونو سوځونه په ولايتونو کي تر سره کېږي.

نوموړي يادونه وکړه چي ولسي جرګې او مشرانو جرګې په دې اړه تر بشپړ بحث وروسته پرېکړه وکړه چي نه يوازې د افغانيو حريق به تر دې وروسته په ولايتونو کي تر سره کېږي بلکي تر څنګ به يې د ټول افغانستان په کچه د افغاني بانکو نوټونو د عامولو لپاره پوره هلي ځلي تر سره کېږي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا غونډي ته د خبرو پر مهال په ولايتونو کي د زړو بانک نوټونو حريقول وستايل او يادونه يې وکړه چي په دې سره به د عامو خلکو لپاره د زړو بانک نوټونو له امله رامنځته سوي ستونزي له منځه ولاړي سي.

نوموړي کندهار ولايت ته د ياد سوي پلاوی سفر له اقتصادي پلوه يو مهم او خورا ګټور وباله او يادونه يې وکړه، که څه هم په کندهار کي د نورو ولايتونو په پرتله د افغاني بانک نوټونو د رواج او عامولو لپاره لا له وړاندي هلي ځلي تر سره سوي خو ټينګار يې وکړ چي دوی به په دې اړه د عامه پوهاوي د رامنځته کېدو په مرسته نوري هم هلي ځلي ګړندۍ او ياد سوي پلان ته به په بشپړ ډول عملي بڼه ورکړي، تر څو د لوی کندهار په کچه ټول تجاران او عام خلک د راکړې ورکړې پر مهال يوازې له افغاني بانک نوټونو څخه استفاده وکړي