کور / تازه خبرونه / ناټو : وسله وال مو نيولي

ناټو : وسله وال مو نيولي

د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه خبرپاڼه رالېږل سوې چي پکښي د يوه قوماندان او د هغه د څو ملګرو د نيول کېدو خبر ورکړل سوى .
دغه خبرپاڼه نن د افغانستان پر وخت ٠٩:٢٧ دقيقې لراوبر ته رسېدلې او پکښي يادونه سوې چي په بغلان ولايت کي ئې يو وسله وال قوماندان او د هغه څو ملګري نيولي.
خبرپاڼه ليکي چي ياد کس به په ياد ولايت کي پر بهرنيانو او افغان ځواکونو بريدونه ترسره کول او په ياده سيمه کي ئې د وسله والو له پاره تجهيزات او خپله وسله وال منظمول.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.