کور / تازه خبرونه / كندهار: چاودني ۴ ملكي كسان ووژل

كندهار: چاودني ۴ ملكي كسان ووژل

د كندهار په ميانشين ولسوالي كي د ماين چاودني ملكي كسانو ته مرګ ژوبله واړول .
د ميانشين ولسوالي ولسوال حاجي روزي خان وايي چي پيښه نن غرمه ۱۲ بجي ددي ولسوالي د ميايني په سيمه كي هغه وخت رامنځ ته سوه كله چي د ملكي كسانو سراچه ډول موټر د سړك څخه د تيريدو په حال كي وو چي پر ښخ سوي ميان ور برابر او ياده پيښه رامنځ ته سوه .
هغه وايي چي په پيښه كي څلور تنه وژل سوي چي په وژل سوو كي يوه ښځه دوه كوچينان او يو هم ځوان هلك شامل دي .
د پيښي مسوليت لا تر اوسه كومي وسله والي ډلي په غاړه ندي اخيستي او نه يي هم په اړه څه ويلي دي