کور / تازه خبرونه / نیمروز/ زرنج کی دملایانو غونډه رابلل شوی وه .

نیمروز/ زرنج کی دملایانو غونډه رابلل شوی وه .

 



 .


په نیمروزکی دڅه مودي راپدی خوا ددي ولایت دښاروالي لخوا په پرله پسی ډول دملایانو غونډي جوړیږي .چارواکی وایی غواړي دملایانو په واسطه خلکوته دسولي اوبیا رغوني ترڅنګ دښاردښکلاپه موخه پیغامونه ورسوي .دغه غونډه دچارواکوپه وینا داقصا په لوي جومات کی جوړه شوی وه چی پکي ددي ولایت ډیري ملایانو اوقومي مشرنوګډون کړي وه.په یاده غونډه کی یوشمیر ملایانوپه خپلوخبروکی خلک نظافت ته راوبلل اوزیاته یی کړه فرض ده چی یو انسان باید دخپل ځان ساتنه وکړي اوپه کارده چی دخپلی سیمي اوکلي کورپه شان دښار پاکوالي هم مراعت کړو.په غونډه کی ملاحمدالله په نامه یوه مولوي وویل باید  په خلکوکی یوه داسی روحیه راژوندي کړوترڅوسیمي ته کار وکړي .په غونډه کی دزرنج ښاروال نظرمحمد سروري دخپلی همکاري موسیسي رمپپ څخه په منني دملایانو وغوښتل چی په مسجدونوکی خلک دښاروالي سره مرستي ته راوبولي .ده وویل چی ښاروالي خلکوته دخدماتو رسولومسؤلیت لري اوداهم مهمه ده چی خلک هم ورسره مرسته وکړي .دغه غونډه پداسی حال کی جوړیږي چی تیره اورنۍ په زابل کی هم دښاروالي لخوا دبجټ میټینګ په نامه غونډه دښاروالي لخوا رابلل شوی وه .