کور / تازه خبرونه / نیمروز: ښاروالی ددینی عالمانو سره دهمغږی غونډه ترسره کړل

نیمروز: ښاروالی ددینی عالمانو سره دهمغږی غونډه ترسره کړل

نن ددی ولایت په مرکز زرنج کی درمپپ په مرسته دښاروالی له لوری څخه ددینی عالمانو او ملایانو سره دهمغږی غونډه ترسره شول.
دزرنج ښاروال غلام سرور نظری دخپلو خبرو پرمهال وویل چی دینی عالمان او دمسجدونو ملایان دښار په ښکلااو چاپیریال ساتلو کی مهم رول لری او باید چی ملایان په مسجدونه کی وخلګو دپاکوالی په برخه کی تبلیغات وکړی ترڅو ښار مو پاک او له ککړتیاوو څخه ژغورل شوی یو.

ښاروال نظری همداراز وایی چی ښاروالی خپل عامه خدمات زیات کړی او ځوورځی وړاندی یی دښار دپاکوالی په موخه ۱۲۵ کثافت دانیانی درمپپ پروګرام لخوا ورسره مرسته وشول چی دده پروینا ډیر ژر به یی دښار په بیلابیلو برخو کی تقسیم کړی.

دښاروال په خبره چی ښاریان باید دښار پاک ساتل خپل فرهنګ وګڼی او په ورځنی ډول په خپلو کورونو دکور ټول غړی پاکوالی ته رابولی او دښاروالی دکثافاتو دراټولو دپروسی ملاتړ وکړی چی دده په خبره ښار به موپاک او دناروغیو څخه خودی یو.

دغوڼدی پرمهال ملایانو پاکوالی دایمان یوه برخه وبلل او پرټولو ښاریانو یی ږغ وکړ چی باید دکور شاوخوا پاک وساتی، دوی وایی چی دوی به هڅه وکړی چی په کلیو او مسجدونو کی ښاریان دکثافاتو دراټولو او دښار او کور پاک ساتلو ته راوبولی.

دوی وایی چی ښاروالی باید په دوامداره ډول عامه خدمات زیات کړی ترڅو خلګ همکاری نوره هم دښاروالی سره زیاته شی.

دملایانو سره دهمغږی غونډه پداسی حال کی جوړیږی چی پدی وروستیو کی ددی ولایت ښاروالی تربل هروخت درمپپ پروګرام په مرسته دعامه پوهاوی پروګرامونه زیات کړی دی.