کور / تازه خبرونه / قاضي وايي چې دامريکايي سرتيري رابرټ بېلز رواني ازمويني حکم وکړ

قاضي وايي چې دامريکايي سرتيري رابرټ بېلز رواني ازمويني حکم وکړ

د پنجوايي پېښې قاتل امريکايي سرتيري رابرټ بېلز د قضيې ارزوونکى قاضي
وايي چې د نوموړي رواني ازموينه دې وسي د خپرو سويو راپورونو له مخې دا
پرېکړه وروسته تر هغه وسوه چې د ۱۶ ولسي وګړو پر وژنې د تورن امريکايي
سرتيري وکيلانو وويل چې موکل يې د ولسي خلکو وژلو پر مهال رواني ستونزه
لرله.
باختر خبري اژانس په خپل خبر كې ويلي چې ، د رابرټ بېلز وکيل ويلي هڅه
کوي چې د دفاع دوسيه د خپل موکل د رواني ناروغۍ پربنسټ چمتو کړي خو قاضي
جفري نانس ويلي چې د رابرټ بېلز د رواني ازموينې لپاره د ډاکټرانو يوه
ډله بايد وګومارله سي.
نهه دېرش کلن رابرټ بېلز د تېر ۲۰۱۲ کال په مارچ مياشت کې د کندهار د
پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمه کې د خپل پوځي ماموريت پرمهال د شپاړسو
ولسي وګړو په وژلو تورن دى.
ددغه امريکايي سرتيري په لاس زياتره وژل سوي ښځې او ماشومان و چې هغه د
شپې مهال د پنجوايي ولسوالۍ د الکوزو او نجيبيانو په کلي کې په ډزو وژلي
وو.
نوموړى تر پېښې وروسته امريکا ته ولېږدل سو او اوس د واشنګټن په يوه پوځي
محکمه کې تر محاکمې لاندې دى.
د تېر کال د نومبر مياشتې په لومړيو کې د رابرټ بېلز د قضيې څېړونکې
محکمې د هغه لپاره د اعدام حکم غوښتى و او په تېر دسمبر کې بيا، د لومړۍ
محکمې پرمهال دغه پرېکړه تاييد سوه، خو د تورن دوسيه پوځي محکمې ته
وسپارل سوه.
د رابرټ بيلز مدافع وکيلانو د محکمې له اورېدو وړاندې ويلي چې ښايي هغه
به دغه وژنې په مغزو کې د هغو زخمونو له امله کړې وي چې د عراق په سفر کې
ټپي سوى و.
بېلز د امريکا په پوځ کې ١١ کاله دنده ترسره کړې د وروستۍ دندې پر مهال
پر هغه د بېلابېلو جرمونو قضيې ثبت سوې دي چې پکې ١٦ د قتل عمد، ٦ د
اقدام قتل،د بريد کولو ٧ د نشه يي توکو د کارونې ٢ او د شرابو څښلو يوه
قضيه ثبت سوې ده.
د يادونې ده چې امريکا په تېرو پنځو لسيزو کې خپل کوم سرتېري ته د مرګ
سزا نه ده ورکړې.