کور / تازه خبرونه / امريکايي سناتوران د افغان ځواکونو د شمېر لږولو سره مخالف دي

امريکايي سناتوران د افغان ځواکونو د شمېر لږولو سره مخالف دي

امريکايي سناتورانو سپينې ماڼۍ ته په يوه ليک کې د افغان ملي ځواکونو د
شمېر نه کمولو غوښتنه کړې ده دغه ليک د دوو لوړ پوړو او مهمو امريکايي
سناتورانو کارل ليوين او جک ريډ له خوا په سپينه ماڼۍ کې د ملي امنيت
سلاکار ټام ډونيلون ته لېږل سوى دى.
په دغه ليک کې يادو سناتورانو د اوباما له ادارې غوښتي چې د افغان ملي ځواکونو د شمېر د کمولو پر پلان دې له سره غور وکړي.
د جوړ سوي پلان له مخې تر ٢٠١٥ کال وروسته به د افغان ملي ځواکونو شمېر
له ٣٥٢ زرو څخه ٢٣٠ زرو ته راټيټ سي.
د يادو سناتورانو له خوا دغه ليک پرون (د مرغومي ٢٩مه) خپور سوى چې په کې
راغلي ((موږ تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغان ملي ځواکونو د کمې شمېرې ملاتړ
کوو خو په عين حال کې پر دې هم ټينګار کوو چې د شمېرې په کمېدو سره
افغانستان يو ځل بيا د القاعدې او ترهګرو پر ځالې بدل نه سي.))
په دغه ليک کې راغلي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو
وروسته امريکا کولى سي چې د افغان ملي ځواکونو د اوسنۍ شمېرې (٣٥٢ زره )
لګښت برابر کړي
څو ورځې مخکې ولسمشر حامد کرزي په يوه خبري غونډه کې وويل امريکا ورسره منلې چې د افغان ملي ځواکونو شمېر به تر ٢٠١٧ پورې په همدې ډول پاتې وي.