کور / شعر / ګیله څه له کوې

ګیله څه له کوې

پرون پوښتنې ته دی درغلم را ونه وتې
وړوکی ورور دې ویل کور کې نشته
زه ښه خبره وم په کورکې وې ته
دروغ مې زده ندی ساده پیغله یمه
پرون خبره شوم مریض دئ جانان
په منډه درغلم پوښتنې ته دې
ما ستا ډيوېته شپه رڼه تیره کړه
په پټه خوله مې دعا ګانې کړي
سهار مې سترګې سرې وې
د کور له ویرې مې څه ونه ویل
تابه خدای جوړکړی ما دعا کړیدی
په پټه خوله ما په رښتیا کړیدي
خدای دې را روغ کړه ګیله څه له کوې
نایاب
د وري ۱۵- ۱۳۹۲