کور / شعر / هيواد

هيواد

دوخت با زا ر کې رانه ځان ورک دې
رانه منزل رانه مرام ورک دې
چاکرم روان په دې سفر باندې
چاپه نڅا کرم دې هنر باندې
چا مې قيمت دومره ارزانه وويل
کله روپې کله دالر باندې
زما ريښتنې خرېدار ورک دې
رانا منزل رانا مرام ورک دې
يووخت شخصيت ووم قدردان مې لره
په دې نړې کې اوچت شان مې لره
جګه شمله اولورنښان مې لره
کمبخته نه ووم ښه بچيان مې لره
چه ابدالې او زمان خان ورک دې
رانا منزل رانه مرام ورک دې
څوګ غونډې نه لرې ما غرونه لرل
ما هم ېاقوت او هم لعلونه لرل
زما سيندونه وو څپانده روان
ما د امو په شان رودونه لرل
اوس مې په ځمکه کې باران ورک دې
رانه منزل رانه مرام ورک دې
زه د قومونو پرګنو مور ووم
زه د باتورو شازلمو مور ووم
زما ميړنې په بيړنو بدل شول
زما زمرې په سولنډو بدل شول
په څوڅوځلې ليونو خرڅ کړم
پ هر بازار کي ميرنو خرڅ کرم
والي مي بيا دا قدردان ورک دې
رانه منزل رانه مرام ورک دې
پښتونزې مور مې پرېشانه ښکارې
ډيره ده ستړې سرګردانه ښکارې
په چا اعتبار نه کرې ستومانه ښکارې
په دې بچيوو پښيمانه ښکارې
زما ملالې زما ځان ورک دې
داد نازو افغانيستان ورک دې