کور / راپور / د ځوان فرهنګي ظاهر پښتون ستاينغونډه

د ځوان فرهنګي ظاهر پښتون ستاينغونډه

ګرانو هيوادوالو تاسي محترمين به دتاند او ځوان افغان مبارز ښاغلي ظاهرپښتون د نامه سره اشنا ياست يانه . ښاغلی ظاهر پښتون که څه هم ځوان دی ، خو دده د عملي هڅو او دخپل خاوري اووطن سره د ميني ، ولولو موږ افغان کډوال دي ځای ته اړ کړو چي دده په وياړ غونډه ترسره کړو او د نړی د نورو قامونو ددي خبري چي وايي : افغانان خپل مړو ته قدر ورکوي مګر ژوندو ته په درنښت نه ګوري برعکس چي نه موږ افغانان هغه رښتينو او ملت پالو قدرونوته په زړو کي ځای ورکړی او په درنښت يي ستايو .نوما د ښاغلي ظاهرپښتون د لمانځ غونډي په وياړ دده وژوند او هڅو ته يوه کتنه کړي وه نواوس يي له تاسو درنو هيواد والو سره شريکوم.
ښاغلی ظاهر پښتون په ۱۹۸۶ ز کال کي وزيږيد ، لا يي په خپل خوږ هيواد او درني خاوري کي قدمونه نه وو ايښي چي په ۱۹۸۸ ز کال کي په ګران هيواد کي د جګړي له امله و سويلي پښتونخوا د پښين ولسوالی ته څيرمه دافغان کډوالوپه پنډ غالي نوي سرانانو کي کډوالي پيل کړه . په ۱۹۹۳ ز کال کي يي په دوولسم نمبر ښوونځی کي يي ليک او لوست پيل کړ.

کله چي ترلسم ټولګې پوري يي زده کړه حاصله کړه ، نو ورته د ښوونکي سپيڅلي دند وسپارل شوه . دده د ښه زحمت او کوښښونو له کبله په دويم کال يعني ۲۰۰۴ ز کال کي يي د سرښوونکي مقام خپل کړ، چي تر اوس مهاله په همدغه سپيڅلي دنده بوخت دی.

ښاغلي په کال ۲۰۰۵ ز کي د ديارلسم نمبر ښوونځی څخه د فارغ کيدو سند تر لاسه کړ. پښتون صيب يو جرائت مند او ملي مبارز شخصيت دی د نيکو اخلاقو په زيورسمبال او دافغاني جذبي درلودونکی دی. پښتون صيب که څه هم له ډيروړوکوالي نه د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوله خو په ۲۰۱۰ ز کال کي يي دا کار رسماَ شروع کړ او په دي وتوانيد چي د خپلو افغانانو لپاره رسمي مبارزه پيل کړي ،چي يوه ټولنه يي تاسيس کړه او ورباندي يي لاندي نو کيښود ( په بلوچستان کي دافغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو ټولنه ). په ډيري ايماندارۍ سره يي نه يوازي په سرانانو بلکي د ټولو افغان کډوالو د پنډغالو لپاره کار پيل کړ .

په غونډو يي شروع وکړه چي په کي د مختلفو پنډغالو وګړو کډون کاوه : لکه د سرخاب ،ځنګل پيرعلي زی ، چاغی ، کټوۍ ، زيړ کاريز ، پښين ، کچلاک ، مسلم باغ او دکوټي د ښار افغان کډوالو او حتی د خيبر پښتونخوا ملګري هم ورسره ګډون کاوه.

لنډه داچي د پښتون صيب زيارونه په يوه غونډه ياليکنه کي نه پاييدونکي دي خو زه به يي دځينو خاصو خدمتونو څخه يادونه وکړم: تاسي د صحني شاهدان ياست چي په کال ۲۰۱۲ ز او ۲۰۱۳ ز کال کي يي دوه ځله يو مهم وچلاوه چي( هر افغان بچی بايد زده کړه وکړي اوهر افغان بچی بايد په ښوونځی کي وي) . په دغه مهم يا کمپاين کي ورسره دافغان کډوالو رئس ښاغلی مرتضی خرمي ، د پوهني د اتيشه استازی ښاغلی نظامي ، د کوچنيانو د ساتني او روزني د مؤسسي استازی ښاغلی بايزيد خان ، دويس د مؤسسي استازی ښاغلی رافع هم ګډون درلود .چي الحمد الله د پخوانيو ټولو تير شوو کلونو په نسبت د زده کوونکو کچه لوړه سوه . چي تقريباَ يوازي سږکال په پنځو پنډغالو کي ۲۵۰۰ نوي ماشومان په ښوونځيو کي شامل سوه او دا کار لاتر اوسه دوام لري . تاسي فکروکړی چي دافغان په تاريخ کي به دتعليم په برخه کي داسي کار چا نه وي کړی.

ترعنوان لاندي يو مهم او بل يي د نشئيي توکو پرضد

وچلاوه چي نوموړي مهم هم ښې لاسته راوړني درلودي . چي په کښي زياتو په نشي روږدو کسانو نشئي توکي پريښودل او بل يي نوي نسل ته د نشئي توکو پرضد يو فعاله روحيه وبښله . تاسي خبر ياست چي اوس هم زموږ په ليسو کي د لوړو ټولګيو کتابونه نسته خو پښتون صيب تر خپله وسه کوښښونه وکړل او د امکان ترحده يي د ( يو ،اين، ايچ ، سي ، آر) او د کوچنيانو د ساتني او روزني د مؤسسي په مرسته منظورکړل . ترټولو ښه لاسته راوړنه يي د کمپونو په منځ کي د کامونيکيشن يا د اړيکو جوړول دې چي اوس ماشاالله د ټولو پنډغالو وګړي په يوه غونډه کي سره راټوليږي او خپل مشکلات رفع کوي . د پښتون صيب د خولو نظرانه ده ، چي پر دري واړو رسنيو لکه : چاپي ، راډيو ګانو او ويب سايټونو باندي دافغان کډوالو پر مشکلاتو خبري کيږي او دنړی تر ګوټ ګوټ پوري دافغان کډوالو ږغ رسوي …

نو دپورته ذکر سوو خدمتونو په بدل کي ورته د څښتن تعالی څخه نور هڅانده اوبريالی ژوند غواړم .