کور / تازه خبرونه / په سرو لاسونو دوې ناوې په وسلوال بريد کې ووژل شوې

په سرو لاسونو دوې ناوې په وسلوال بريد کې ووژل شوې

د واده په خوښيو کې نغښتې کورنۍ له هرات څخه د کندهار پر لور راتلل چې وسلوالو  طالبانو بريد ورباندې وکړ.


په بريد کې دوې ناويانې او يو ماشوم ځای پر ځای ووژل شول يو ماشوم او يو بل کس سخت ټپيان شول.


په لومړي سر کې افغان چارواکو د دغو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ خو نن چارواکي وايي چې د وسلوالو طالبانو په بريد کې د خوشاليو پر دغه کور باندې د ناورين يوه لويه څپه راخوره شوې ده.


دا پېښه د کندهار په لوېديځ کې د هرات_کندهار پر لويه لاره د ژېړۍ ولسوالۍ د حوزي مدد په سيمه کې وشوه.


که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل غبرګونه نه دی ښودلی خو ځايي خلکو د طالبانو له لوري پر ولسي وګړو د بريد سخته غندنه کړې ده.


دغه دوې ناويانې په يوه صرف ډوله موټر کې سپرې وې چې وسلوالو طالبانو ورباندې بريد وکړ.
طالبان تل ورته بريدونه کوي، او په افغانستان کې تر ډېره بريده صرف ډوله موټر هم د افغان حکومت پلوه ملېشو له خوا کارول کېږي.


په کندهار کې ډېری خلک دا غوښتنه لري چې حکومتي ځواکونه او دولت پلوه ملېشې دې يوازې او يوازې دولتي موټران وکاروي.


دوی همداراز له طالبانو څخه دا غوښتنه کوي چې له فکر او سوچ پرته پر ولسي وګړو بريدونه و نه کړي.