کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريد يو افغان زدكوونكى وواژه !

ځانمرګي بريد يو افغان زدكوونكى وواژه !

پر موټرسايكل سپور ځانمرګي بريد كوونكي دنړۍ والو ځواكونو له پوځي كاروان سره ځان والوزاوه . يوافغان زدكوونكى يې وواژه او دوه ولسي وګړي يې ټپيان كړل . په پېښه كې دنړۍ والو ځواكونو يوپوځي هم ټپي شوى دى .



ځانمرګى بريدنن سهار  دننګر هار ولايت په چپر هار ولسوالي كې دحافظانو له كلي سره وشو . چارواكي وايي چې دبريد كوونكي اصلي هويت لانه دى مالوم .



تر بريد وروسته دپېښي سيمه نړۍ والو ځواكونو او افغان امنيتي ساتونكو كلابنده كړه خو دنړۍ وال ځواكونه دامني چې په پېښه كې يو پوځي موټر ويجاړ شوى دى .



دروان عيسوي كال له پېله وروستي ځانمرګي بريد په ټول هيواد كې دځانمرګو بريدونو شمېره93 دري نيوي ته جګه كړه .