کور / خبرتیا او پيغامونه / د بنګله دېش هيواد څخه د لوبي ګټلو په اړه

د بنګله دېش هيواد څخه د لوبي ګټلو په اړه

د کرکټ په ډګر کي له بنګله دېش هيواد څخه د افغان لوبغاړو د بريا په وياړ د کندهار والي د مبارکۍ پيغام
د خورا فخر ځاى دی، چي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي تېره ورځ د بنګله دېش په فتح الله ښار کي د کرکټ په ډګر کي بنګله دېش هيواد ته ماته ورکړه.

زه د کندهار ولايت د ټولو ملکي او نظامي مسوولينو، منسوبينو، قومونو، پرګنو او ولسونو په استازيتوب ددې ستري بريا مبارکۍ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي، جلالتمآب جمهور رئيس، د دواړو مجلسيونو مشرانو او اعضاوو، د کابينې محترمو وزير صاحبانو، د هيواد ټول شريف او متين ولس ته وايم، هيله لرم، چي دغه کاميابي به په هيواد کي د يووالي، اتحاد، اتفاق او ملي پخلايني لپاره زمينه مساعده کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي غړي په ډېر لنډ لوبيز ژوند کي له خداى ورکړو صلاحيتونو او استعدادونو څخه په استفاده وتوانېدل، چي په دغه ډګر کي د نړۍ ډېر پرمختللي ملتونه شاته پرېږدي او نه تصور کېدونکي برياوي تر لاسه کړي.

د افغان ځوانانو دغي لويي او تاريخي بريا يو ځل بيا نړيوالو ته په ډاګه کړه، چي دغه هيواد د خورا غښتلو او قوي استعدادونو څخه برخمن دى او که فرصت ورکړل سي، نو کولاى سي، چي په ټولو ډګرونو کي خپل سيالان شاته پرېږدي.

د کرکټ افغان لوبغاړو په دې او دېته ورته نورو لوبو سره خپلو خلکو او ستړو، خو مينه ناکو ولسونو ته عالمونه – عالمونه خوښۍ ورکړې او د افغانستان يو ښه اړخ يې نړۍ ته ښکاره کړ.

زه يو ځل بيا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ددې لويي بريا مبارکي وايم او ورته د نورو برياوو هيله کوم.