کور / تازه خبرونه / کندهار: تړلى ښوونځى د بيا خلاصېدو په لور

کندهار: تړلى ښوونځى د بيا خلاصېدو په لور

په کندهار کي د امنيت د ډاډامنتيا سره د تړلو ښوونځيو دروازې يو ځل بيا د زده کوونکو پر مخ پرانيستل سوي دي.

د ورکړل سويو ارقامو له مخي، لا هم ٩٠ ښوونځى په دغه ولايت کي تړلې پاته دي.

په کندهار کي د ښوونځيو د تړلو لړۍ د ٢٠٠٦ کال په نيمايي کې وروسته له هغه پيل سول، چي د کليو څخه د وسله والو مخالفينو خوځښتونه پورته سول.

ددغه لړۍ په دوام، چي تر ٢٠١٢ کال پورې يې دوام وکړ، تر سلو زيات ښوونځى په بمونو والوزل سول، ځينې يې وسوځول سوې او يو شمېر يې د زده کوونکو پر مخ وتړل سوې.

زياتي دغه ښوونځى د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو په سنګرونو بدلې سوې او د کليو زرګونه هغه زده کوونکي په لارو او کوڅو کي خوشي ګرځېدل، چې يوه وخت يې د توپک او جګړې مجلس د درسونو په ويلو اوښتى وو.

د کليو څخه ځينې کسان لا هم د زده کړې لېوال وه او خپلې زده کړې يې په ښار کې پيل کړې، چي ځينې اوس فارغ شوي هم دي.

د ښوونځيو په بندولو کې نه يوازي وسله وال مخالفين ښکېل وه، بلکي د پوهني رياست مامورين هم د مفت معاش اخيستلو لپاره ځيني ښوونځى وتړلې.

دغه مامورينو نه يوازې د زده کوونکو پر سر سوداګري پيل کړې وه، بلکې ځينې ښوونځى يې په نمايشي ډول پرانيستلې، چې بڼه يې پروژه يي او د زده کړو درک پکښې نه وو.

خو بالااخره امنيت ددې ستونزې د پاى ته رسېدو لامل سو.

اوس يو ځل بيا د ښوونځيو پرانيستل کېدو زور اخيستى او په ټولګيو کي د کوچنيو زده کوونکو اوازونه اورېدل کېږي.

د کندهار د پوهنې رياست مامورين هم وايي، چي د امنيت په راتګ سره يې تر شل زيات ښوونځى پرانيستي او پر مهال يې زرګونو هلکانو او انجونو ته د زده کړې زمينه برابره کړې ده.

ددغه رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري وايي، چي دا ښوونځى د تېر په شان نمايشي بڼه نه لري.

هغه زياته کړه، چي لا اوس هم په کندهار ښار او ولسواليو کې تر ٩٠ زيات ښوونځى او حتى ديني مدرسې د زده کوونکو پر مخ تړلې پاته دى، خو د پرانيستلو لپاره يې هڅې روانې دي.

د تړلو ښوونځيو په پرانيستل کېدو کي تر ټولو مهم رول د ځايي اوسېدونکو او قومي مشرانو دى.

خو دا ځل ښکارې، چي هغوئ تر ټولو زيات د ښوونځيو پرانيستلو ته لېواله دي او ښوونځى خپلي سترګې بولي.

د دوى په وينا، چي بې سواده ړوند دي او تېرې ناخوالي هم د بې سوادۍ له امله ورته پېښې سوي دي.

کندهار يو وخت د افغانستان په کچه د پوهنې په برخه کي د ځانګړي موقف خاوند وو.

ښه زده کوونکي، ښه ډاکټر، ښه انجنير او د نورو ښو استعداد لرونکي به د همدې ولايت څخه وه.

خو جګړې او ناخوالي په کليو کې د ځوانانو فکر د ابادۍ پر ځاى ورانۍ ته تشويق کړ او د قلم پر ځاى يې توپک په لاس کې ورکړ.