کور / تازه خبرونه / پاکستان له طالبانو سره د اوربند د غځیدو په تمه

پاکستان له طالبانو سره د اوربند د غځیدو په تمه

اسلام اباد : دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علی خان د پاکستاني طالبانو له لوري د اوربند نه غځول او د خبرو د دوام د اعلان وروسته وویل، له اوربند پرته د سولې خبرې په مخ نه وړل کیږي.ښاغلي نثارعلي خان پاکستاني طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د لايحې پر سر د خبرو لپاره نن (شنبه، ۱۹اپريل) د طالبانو د کمېټې غونډه رابللې ده.د پاکستان د حکومتي راډیو له مخې چودري نثار علی خان په خپله یوه وینا کې ویلي دي چې د اوربند له ختمولو وروسته د پام وړ مذاکرات مخته نه شي وړل کېدای.هغه وویل حکومت د مذاکراتو د پر مخ وړولو لپاره زیات کوښښ کړی او د همدې لپاره د دوی د مذاکراتو ډله د خبرو اترو لپاره جنوبي وزیرستان ته ولاړه.هغه وویل چې یوازې د خبرو اترو له لارې کولای شي شته اندېښنې له منځه یوسي.د دې نه مخکې د جمعې په شپه د پاکستان مرکزي کابینې او د ملی امنیت کمیټې په غونډه کې په هیواد کې د امنيت راوستو او کورني امنیت ټينګښت لپاره پر هرې ممکنه لارې بحث وشو.د ملی امنیت په اړه د کابينې مهمه غونډه د لومړي وزير نواز شریف په مشرۍ په اسلام اباد کې وشوه.په دغه غونډه کې د کابینې د وزیرانو سربیره د پوځ مشر جنرل راحیل شریف هم ګډون درلود.پاکستاني طالبانو له حکومت سره کړی اوربند چې شاوخوا ۴۰ورځې يې دوام وکړ او اپريل په لسمه پای ته ورسېد، د نه غځولو پرېکړه کړې ده.