کور / راپور / دریمه وده او پسرلنۍ مشاعره

دریمه وده او پسرلنۍ مشاعره

د چهارشنبې په ورځ دغوايي ۱۷ مه،د۱۳۹۳ل.ل کال دکابل په تعلیم اوتربیه پوهنتون کي د ودې پرلپسې غونډه ماپښین پر یوه نیمه بجه دهمدې پوهنتون په تالارکي لومړی د تلاوت او ملي سرود وروسته پیل سوه.
دپيل او ښه راغلاست وینا دودې بنسټ مسؤل عرفان احمدزي وکړه، چي لومړی يې میلمنو ته ښه راغلاست ، دبدخشان په غم کې يې ځانونه شریک وگڼل او وروسته د ودې بنسټ دتیر یوه کال کارونو او پروگرامونو ته يې کتنه وکړه.
احمدزي د ودې د دریمي گڼي تبریکي او پر هغه باندي لنډ توضیحات وړاندي کړه او زیاته یې کړه: موږ دا د ودې لړۍ ته نور هم ښه دوام هغه وخت ورکولای سو، ترڅو ستاسي پوره همکاري مادي او معنوي ووینو، موږ یوازي دا هرڅه نسو ترسره کولای خو ستاسي په مټ ستاسو په لیکنو، ستاسي په هڅه هم وده وده کېدای سي او هم پرمختگ رامنځته کېدای سي.
له احمدزي وروسته شفیق سادات د ودې مجلې دریمه گڼه معرفي کړه: وده مجله یوه علمي، ادبي، کلتوري او ټولنیزه مجله ده، چي د ودې بنسټ لخوا تیر کال راپیل سوېده او دادی اوس ستاسي په لاسونو کي د ۱۲۱ مخونو په ښکلي صحافت او ښایسته ډیزاین سره سره د ۲۲ ادبي، علمي او ذوقي مقالو او مطالبو ترڅنگ یو لړ مضوعات نور هم لري. چي په لیدلو او ویلو ارزي.
سادات دمجلې دمحتوا ترڅنګ په یو لړ انتخاب سوو مضوعاتو هم څه رڼا واچول.
پښتو ایجوکیشن ډاټ کام (www.pashtoEducation.com ) دهغه پاڼې نوم دی، چي دښوونې او روزني دپوهنتون دپښتو څانگي له لوري رامنځته اوسو. دا ډاټ کام د پوهیالي عبدلجبار څپاند لخوا نن په همدې غونډه کي يې ور پرانیزئ او په لومړي ځل يې د لیدونکو او کتونکو پر مخ دا پاڼه خلاصه کړه. ښاغلي څپاند دا پاڼه ټوله تشریح او بیا دټولو گډون کوونکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
څباند وویل:د خوشی ځای خو دادی، چي وده مجله به د دې پاڼي یوه برخه وي، چي دادی په پاڼه کي مو ورته ځانگړی ځای ورکړیدي.

پوهنوال جمشید رشیدي دغونډي د جوړېدو په اړه خوشي څرگنده کړه او دیادي غونډي ستاینه یې ځکه وکړه، چي ویل: دا غونډه تر نورو په هر لحاظ ښه او منظمه ده، زه وینم چي تاسي ټول په مینه او لیوالتیا راغلي یاست خو زه نه پوهیږم، چي تاسي ولي په همدې تعداد په مجله کي په لیکنو کي برخه او ونډه نه اخلئ؟
دا ستاسي مجله ده، ستاسو لپاره همدې ځوانانو پیل کړېده. دریمه وده په کیفي لحاظ ښه ده خو په کمي لحاظ له نورو توپير نلري. دریمه وده باید تردې او نورو هغه تیرو گڼو نوره هم ښه وای. په پای کي ښاغلي رشیدي له محصلینو څخه هیله وکړه، چي په وده مجله او دغه نوې پاڼه کي له مسولینو سره پوره همکاري وکړئ.
له وینایزي برخي وروسته یوه په زړه پوري پیغام لرونکې او کُمیډي ډرامه چي احمدجاوید عابد
دکابل پوهنتون دښکلو هنرونو دپوهنځی محصل دی وړاندي کړه. دلیدونکو دخوشۍ وړ وگرځیده اوپه یوازي سر يي څو څیرې ولوبلوې.
دغونډي په نیماي برخه کي پسرلنۍ مشاعره د دریو ښځینه ویاندویانو لخوا په یوه پسرلني شعر پیل سوه. چي ډیر او کم ۴۲ تنو نارینه اوښځینه وو پکي گډون کړی ؤ.
دغونډي د ارزوني وینا پوهنوال محمد اقا شیرزاد وړاندي کړه او زیاته یې کړه:
لمړی خو ددې دریمي ودې مبارکي سره سره د دې پاڼي چي څپاند استاد جوړه کړې او وړاندي کړې تبریکي وایم. غونډه یی وستایل او په په پای کي يې د دعا په ویل چي
دبدخشان په غم کي ځانونه شریک بولو. نو دعا لپه کوو ددې دعا په ویلو سره
غونډه څلورنیمي بجې دپای شیبو ته ونغښتل.
وده فرهنگي بنسټ