کور / سياسي / غني بابا، زموږ په رايو څه کوي؟

غني بابا، زموږ په رايو څه کوي؟

د جوزا ۲۴ نه وه، يو ستر پاڅون وو. د هیواد ګوډ ، ګوډ کې ولسونو چیغه کړه، په یوه غږ نر او ښځې ټول د رائېو صندقونو ته ولاړل. او د دي شعار تر نا مه لاندي چې رأيه زمونږه راتلونکې ټاکې، خپله رايه وکاروله.
افغان ولس میړنې دي او زمونږ د هیواد په ګوډ، ګوډ کې د میړنو کمښت نشته. د دوي له ډلې نه يو جوزآ خان وو، چې د ټاکنو په ورځ ئې د خپلې لور مړینه د کلیوالو نه د رأئېو تر اچونې پورې په پټه ساتلې وه.

غني بابا، جوزآ خان او د هغه په څیر میړنو تا ته د ماملې، نظام بدلیدلو او یا د ائېتلافې حکومت د جوړښت لپاره رائېه نه وه درکړې.
ولس غوښتل چې داسې يو حکومت رامنځ ته شې، چې مشرۍ ئې ستا په څیر پاک مشران په لاس کې ولرې. تر څو د ملي پیوستون د پروګرام په شان د جوزآ خان غوندي میړنو او د هیواد د هر وګړې تر وره پوري یوشان د حکومت مرسته ورسیږې.

ولس او جوزآ خان د غلو، لوټمارو، لاسپوځو او ازمائېل شو ځیرو د ماتې لپاره ستا په نوم ایښودل شوي پیټې کې رأيه اچولې. خو دي اوسنیو ګنګوسیو اوس ولس شکمن کړې، چې خداې مه کړه بابا هم خطأ وتلې که ځنګه؟
ولس پر دي ډاډ لري، چې د رآیو شمیرنه یوه حسابې مامله ده. او که دوه جمع دوه په هر ډول وشمیري څلور کیږي. نو پر همدي اساس که رآیې سل ځلې هم وشمېري تاسې ګټونکې یاست، دا پريکړه د جوزا په ۲۴ ولس کړي. دا شک مه ګڼه. خو ولس له تاسې نه سپیناوي غواړي.

لطفأ ژر تر ژره موږ ته ډاډ راکړه چې:
زمونږ په دسترخوان به هر ماښام يوه مړې ډوډي وي.
زمونږ د کوچنیانو ښونځې به نه تړل کیږې.
زمونږ سل کلیوال به په یوه ورځ نه وژل کیږې.

ډیر څه درنه نه غواړو مونږ،
مونږ په لږه قناعت کوؤ،

مونږ یواځې په سولۍ قناعت کوؤ

مونږ یواځې سوله غواړو
مونږ یواځې سوله غواړو