کور / تازه خبرونه / دجنوبي بای پاس سړک درغېدو کار ۸۵٪ بشپړ سوی دی

دجنوبي بای پاس سړک درغېدو کار ۸۵٪ بشپړ سوی دی

دجنوبي بای پاس سړک درغېدو کار ۸۵٪ بشپړ سوی دی اوټاکل سوې ده چي نږدې په یوه میاشت کښي به یي ټولي چاري بشپړي سي .

دکندهار ښار دجنوبي بای پاس سړک چي دښار د ۳ او ۱۵لسمي ناحې په حدودوکښي واقع دی څه موده وړاندي یي دکندهار ښاروالۍ لخوا دجوړوني اواساسي ترمیم چاري پیل سوې چي کار یي خورا په چټکۍ سره مخته ځي او تردم ګړیه یي ۸۵٪کاري چاري خلاصي سوي دي او پاته نوره برخه به یي هم دیوې میاشتي په موده کښي ورغیږي .
پریاد سړک چي ۶لکه امریکایي ډالره لګښت راغلي دکندهار ښاروالۍ دپرمختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي اوټاکل سوې ده چي دجوړیدو پرمهال به یي خلګوته ښه سهولتونه برابرسي .
یادسړک چي ۶کیلومتره دی دبیارغوني چاري یي دکندهار ښاروالۍ لخوا مخته وړل کیږي او دجوړیدو پرمهال به یي په یاده برخه کښي بهتره سهولتونه رامنځته سوي وي ولي بیاهم کندهار ښاروالۍ په دې برخه کښي دخپلو ښاریانوڅخه هیله لري چي دصفایي ټکسونه پروخت تحویل کړي ترڅو په نورو برخوکښي هم ورته لازمي اسانتیاوي برابري کړي .



بای پاس :

ګردی، دايرې سړک چي د يوه ښار ټولو برخو ته د چټک رسيدلو اسانتيا منځته راوړي .

په لاندي شکل کښي د بای پاس سړک يوه بېلګه وینئ: