کور / تازه خبرونه / کندهار : د بولدک د امنیه قومندان قاتل له سیمي څخه تللی

کندهار : د بولدک د امنیه قومندان قاتل له سیمي څخه تللی

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قومندان د خپل یوه همکار له لوري وژل شوی
صدیق الله پوپل
— د ولسوالۍ د امنیه قومندان وژونکی د هغه یو نږدې همکار دی چي تر حملې
وروسته له سیمي څخه تښتېدلی .
په پېښه کې د پوليسو ۲ نور هم وژل سوي
د کندهار د امنیې قومندانۍ یوه ویاند غورځنګ افریدي لراوبر ته وويل چي
د ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن ښایسته خان او د هغه یو ساتونکی هغه مهال
، د یوه بل پولیس له لوري ووژل سوو ، کله چي يې ترمنځ لفظي شخړه
رامنځ ته سوه .
دی زیاته وي چي د ولسوالي د پولیسو د ټولۍ مشر محمدرضا چي د امنيې
قومندان قاتل دی له پېښي څخه وروسته له سیمي څخه وتلی ، خو پوليس يې د
نیول کیدو په هڅه کې دي .
غورځنګ وايي چي پېښه د یوه امنیتي ګښت پر مهال رامنځ ته شوې ، خو د اصلي
انګېزې د څرنګوالي لپاره يې د پوليسو تحقیقات پیل شوي .